1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

چين وايي که واکسين بريالی سي ټولي نړۍ ته به ورسيږي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۰, سه‌شنبه

چين اعلان کړی دی چي که ئې د کرونا ويروس ضد واکسين جوړولو هڅي بريالۍ سي، نو واکسين به د ټولي نړۍ په اختيار کي ورکړي.

https://p.dw.com/p/3cSaZ
Arcturus Therapeutics, ein Unternehmen für RNA-Arzneimittel, erforscht einen Impfstoff gegen das neuartige Coronavirus (COVID-10)
انځور: Reuters/B. Guan

د چين جمهوررئيس شي جين پينگ، د دوشنبې په ورځ په ژنيو کي د روغتيا نړيوال سازمان غونډي د پرانيستلو پرمهال په يوه ويډيويي پيغام کي وويل: «له هغه وروسته چي په چين کي د کرونا ويروس ضد واکسين په اړه څېړني بشپړي او واکسين جوړ سي، د ټولي نړۍ په اختيار کي به ورکړل سي.»

هغه زياته کړه چي په دې ترتيب سره به د پرمختيا په درشل کي هيوادونه هم د دغه واکسین د رانيولو توان ولري.

په چين کي همدا اوس د سارس-۲ويروس ته د احتمالي واکسين جوړولو پنځه کلینيکي آزمويني رواني دي. نور احتمالي واکسينونه هم پر انسان باندي آزمويني ته د جواز په تمه دي. د نړۍ په څو نورو هيوادونو کي هم کرونا ويروس ته د واکسين جوړولو هڅي او څيړني رواني دي.

د څېړونکو د برآورد له مخي د يوه موثر واکسين تر لاسه کول چي هغه هم د استفادي وړ وي، له ۱۲ تر ۱۸ مياشتو پوري وخت نيسي.

کرونا ويروس لومړی د تيرکال په دسمبر مياشت کي د چين په ووهان ښار کي د انسانانو په بدن کي تشخيص سو. د امریکا جمهوررئيس دونالد ترمپ په دې اړه چي چين د دغه ويروس د پراختيا په مخنيوي کي شفاف عمل نه دی کړی، پر دغه هيواد باندي سختي نيوکي کړي دي. واشنگټن په دې باور دی چي که چين په دې برخه کي په شفافيت سره عمل کړی وای، په ټوله نړۍ کي د ډيرو انسانانو د مړيني مخنيوی کيدی.

د چين جمهوررئيس په دې ويډيويي پيغام کي ټينگار کړی دی چي د دې ويروس په برخه کي يې هيواد «تل پرانيستی، شفاف او له مسئولیته ډک» عمل کړی دی او خپلي موندني ئې پر خپل وخت له نړيوالو سره شريکي کړي دي.

د چين جمهوررئيس زیاته کړه چي هيواد به ئې په دوو کلونو کي له کرونان ويروس سره په نړيواله مبارزه کي دوه ميليارده ډالره مرسته وکړي.

د روغتيا نړيوال سازمان دوې ورځنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ په ژنيو کي پيل سوه. د دې غونډي اصلي موضوع د کرونا ويروس د خپريدو په اړه نړيوال غبرگونونه دي.

دغه ويروس تر اوسه پوري په نړۍ کي د ۳۱۰زره انسانانو ژوند اخيستی دی. او په ميليونونو نور په اخته سوي دي.

(af/n.z/b.s(AFP