1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين د هانک ګانک پولې ته نژدې پوځي تمرينات پيل کړي

۱۳۹۸ مرداد ۲۴, پنجشنبه

د چين په زرونو سرتيرو د هانګ کانګ پولې ته نژدې په پوځي تمريناتو کې ګډون کړی دی. د دغه ښکاره خبرداري سربيره په هانګانک کې اعتراضونه ادامه لري. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ويلی چي کولای شي د وضعیت په ښه کيدو کې مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/3Nxv3
China Militärfahrzeuge in Shenzhen an der Grenze zu Hongkong
انځور: Reuters/T. Peter

د چين مرکزي حکومت دغه پوځي تمرينات د هانګ کانګ پولې ته نژدې د شنژن ښار  په يوه ورزشي لوبغالي کې په لاره اچولي دي. د فرانسې خبري آژانس په حواله، دغه ځواکونه په ظاهره کې د چين د پوځي پولیسو اړوند دي چې په کې زرهدار او نور پوځي نقليه وسيلې هم شته. 

چينايي رسنيو هم ويلي چې د چين پوځ او پوځي وسايط د «تمريناتو» په موخه شنژن ښار ته استول شوي دي. په دې ترتيب په هانګانک کې د چين د يوې پوځې مداخلې په تړاو انديښنې ډيرې شوي دي.

په ورته وخت کې هانګ کانګ د راتلونکې يکشنبې ورځې (د ۲۰۱۹ کال د اګست ۱۸مه نېټه) له پاره سترو مظاهرو ته چمتوالی نیسي. دغه مظاهرې د «مدني حقونو جبهې» په نوم بشري سازمان، چې په جون مياشتې کې يې د ميليونو اعتراض کونکو په ګدون سترې مظاهرې په لاره اچولې وې، تنظيم کړي دي.

China Militärfahrzeuge in Shenzhen an der Grenze zu Hongkong
د شنزن ښار په ورزشي لوبغالي کې ولاړ پوځي نقليه وسايطانځور: Reuters/T. Peter

له دغو ټولو سره سره، د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر دونالد ترمپ د چين ولسمشر شي جين پينګ ته د يو ملاقات وړانديز کړی دی. ترمپ په يوه ټويټري پيغام کې ويلي که چيرته شي وغواړی دی کولای شي د هانګانک کړکيچ په «چټک او بشردوستانه» توګه حل کړي.»

له لسو اوونيو راپه ديخوا په هانګانک کې ډير خلک واټونو ته راوتلي او مظاهرې کوي. خو په وروستیو اعتراضونو کې د تاوتريخوالو کچه يو څه کمه شوې ده، چې په دې کې د هوايي ډګرونو په څير سیمې هم راځي.

چین له دغو مظاهرو سره خپلې نيوکې تيزې کړي او دغه مظاهرې يې «تروريستي کړنو ته نژدې» اقدامات بللي دي.

Hongkong Protest gegen China | Flughafen - Demonstration & Lahmlegung Flugverkehr
مظاهره کونکو د دوشنبې او سه شنبې په ورځو د هانګ کانګ نړیوالی هوايي ډګر فلج کړانځور: Reuters/T. Siu

دغه مظاهرې په پيل کې د يو پلان شوي قانون پر ضد پيل شوې وې کوم چې اجازه ورکوي چې په جرم تورن کسان چين ته وسپاري. خو اوس دغه مظاهرې پر دغې سيمې د چين د مخ پر ډيريدونکي نفوذ پر ضد اوښتي دي. اعتراض کونکي همدا راز د لا ځواکمنې دموکراسۍ د تحکيم غوښتنه هم کوي.

په ۱۹۹۷ کال، کله چې بريتانيا هانګ کانګ بيرته چين ته مسترد کړ، چين ژمنه کړې وه چې په دغې ځانګړې اداري کېدونکې سيمه کې به اساسي حقونه لکه د بیان آزادي او د مطبوعاتو آزادي لږ تر لږه تر ۵۰ کاله پورې محفوظه وي.

nka, af (afp, dpa, rtr), mks, aa