1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين د بريښنا لګښت د کمښت له پاره فضاء ته سپوږمکۍ استوي

۱۳۹۷ مهر ۲۸, شنبه

په نړۍ کي په ښاري سیمو کې بریښنا ته اړتیا مخ پر ډیریدو ده. چين اوس د سړکونو او لویو لارو د روښانه ساتلو له پاره پر یوې جالبې پروژې کار پیل کړی دی.

https://p.dw.com/p/36sh5
Satellit Aeolus - Wettersatellit
انځور: picture-alliance/AP Photo/EA/ATG MEdialab

د چين دولتي رسنۍ د جمعې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۱۹) خبر ورکړی دی چې دغه آسیایې هیواد غواړي تر ۲۰۲۰م کاله پورې فضاء ته یوه سپوږمکۍ واستوي.

د چين د سويلي ایالت سیچوان په شینګدو ښار کې د لویو سټلایټونو د جوړولو کار پيل شوی دی. د «چائنا ډیلي» ورځپاڼې په حواله دغه سپوږمکۍ به له عادي سپوږمۍ سره یوځای رڼا خپروي، خو د دې مصنوعي سپوږمکۍ رڼا به له طبعي سپوږمۍ څخه (البته په یوه مشخصه ساحه کې) ۸ برابره زیاته وي.

د انسان په وسیله جوړه شوې داسې لومړۍ سپوږمکۍ به په سیچوان کې د شیشانګ له فضایې مرکز څخه په ۲۰۲۰ م کال کې واستول شي او تر ۲۰۲۲ م کاله پورې به داسې درې نورې سپوږمکۍ هم فضاء ته واستول شي.

د دغې پروژۍ مسئول چن فینګ وایې چې لومړنۍ سپوږمکۍ به په امتحاني توګه واستول شي او اصل کار به وروسته استول کیدونکي سپوږمکۍ ترسره کوي.

دغه مصنوعي سپوږمکۍ به چې د لمر د وړانګو په منعکس کولو سره رڼا خپروي، په راتلونکي کې په ځانګړي توګه د سړکونو او لویو لارو پر غاړو د نصب کړای شویو ګرپونو ځای ونیسي. له دې سپوږمکۍ څخه به د طبیعي آفتونو پر مهال هم کار واخیستل شي او د اړتیا په صورت کې به د مرستندویه کارونو له پاره د رڼا د برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: