1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين او پاکستان د افغانستان د وضعیت په اړه خبري کړي

۱۳۹۷ دی ۴, سه‌شنبه

د چين او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سه شنبې په ورځ د افغانستان د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړي دي. دا خبرې په داسې یو وخت کې کیږي چې امریکا غواړي له افغانستان څخه خپل نیمایې سرتیري وباسي.

https://p.dw.com/p/3Achi
New York UN-Generalversammlung | Wang Yi & Shah Mehmood Qureshi
انځور: picture-alliance/dpa/Maxppp/Ma Delin/China News Service/VCG

امریکایې چارواکو رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په شفاهې توګه له افغانستان څخه د ۷ زره امریکایې سرتیرو د ایستلو له پاره د پروګرام جوړولو امر کړی دی. سپيني ماڼۍ او د امریکا د دفاع وزارت تر اوسه پوري په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

چین چې د پاکستان ډیر نږدې متحد دی له افغانستان سره د خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړي کولو هڅه کوي او غواړي چې د دوو ګاونډیو هیوادونو [افغانستان او پاکستان] اړیکي چې له یوې مودې راهیسې خړې پړې شوي ورغول شي.

د چين د بهرنیو چارو وزیر او د دغه هیواد د دولتي شورا غړي وانګ یې، د سه شبنې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په پیکینګ کې ولیدل. د چين د باندنیو چارو وزارت ویلي دي چې دواړو چارواکو د افغانستان د وروستیو بدلونو په اړه ژوري خبرې کړي او پراخې اجماع ته رسیدلي دي.

د چين د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي: «دواړه خواوې په دې باور دي چې پوځي ابزار د افغانستان مساله نه شي حلولی او د سیاسي مصالحې پرمخ بیول د افغانستان د معضلې د حل یوازنې واقعي لار ده.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده چې «دواړه خواوی د هغو بې شمیر هڅو هرکلی کوي چې ټولو اړخونو کړي دي او دې ته تیار دي چې نږدې اړیکي او ستراتیژیکه همغږي وساتي.»

په دې اعلامیه کې له افغانستان څخه د نیمایې امریکایې سرتیرو د وتلو طرحې ته اشاره نه ده شوې. د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاند هوا چون ینګ، په يوه خبري کنفرانس کې د اعلامیې متن ولوست او د امریکایې سرتیرو د وتلو په اړه یې پوښتنه بې ځوابه پریښوده.

وانګ یې، د روانې میلادي میاشتې په پيل کې کابل ته سفر کړی وو او ژمنه یې وکړه چې د پاکستان افغانستان د اړیکو په برخه کې چې له یوې اوږدې مودې راهیسې پکې بدګمانۍ رامنځته شوي دي د بیا رغولو کار وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تیره ورځ کابل ته تللی وو او له ولسمشر غني سره یې د سولې د مذاکراتو په هکله خبري وکړې.

چين له یوې مودې راهیسې په خپله لویدیځه سیمه شین جیانګ کې د افغانستان د بی ثباتیو له امله انديښن دی.  چين وایې په دې سیمه کې چې ډیر اوسیدونکي یې مسلمانان دي د افراطي اسلامپالو له ګواښ سره مخامخ دی.