1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين او امريکا د تجارت پر سر خبرې کوي

۱۳۹۷ دی ۱۷, دوشنبه

د دواړو ستر اقتصاد لرونکو هيوادونو منځگړي هڅه کوي چې د پرانيستې تجارتي جگړې د رامنځته کيدو، مخه ونيسي. امريکا او چين په پيکينگ کې د تجارت په هلکه خبري کوي چې د پايلو په اړه يې څه نه شي ويل کيدلی.

https://p.dw.com/p/3B81m
China USA Wirtschaft
انځور: picture alliance/AP/A. wong

کله چې د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع برحاله وزير پيتريک شاناهان د نوي ميلادي کال له پېل سره سم په پنتاگون کې مشري ترلاسه کړه نو د امريکایي رسنيو په حواله یې په دفاع وزارت کې خپلو کارکوونکو ته دغه مشوره ورکړه: «تل بايد د چين، چين او چين په هلکه فکر وکړئ.»

 دا نقل قول روښانوي چې دمگړی د چين او امريکا ترمنځ اړيکې له څومره خطر سره مخامخ دي.  د دواړو هيوادونو ترمنځ اوسهمال يوه تجارتي شخړه روانه ده چې وار په وار د ټولې نړۍ پر سوداگرۍ اغیزه کوي. خو اصلي مسئله د نړيوال تجارت د مخکښتوب  پر سر ده.

په پيکينگ کې د دوه ورځنيو خبرو اترو ددې پړاو ميز ته د امريکا د حکومت سخت دريځه کسان ناست نه دي. د امريکا د حکومت د تجارت ځانگړی استازی روبيرت لايتهايز د چين په هلکه شکونو له کبله مشهور دی. همدا راز د تجارت په برخه کې د ولسمشر ترمپ مشاور پيتر ناوارو چې هم ورته نظر لري، په دې خبرو کې گډون نه کوي. بلکې چين ته د خبرو اترو په موخه د استول شوي امريکايي پلاوي مشري د تجارت د ځانگړي استازي مرستيال جيفری گیرش کوي.

د مارچ تر دويمې نيټې پورې اوربند

دا چې د چين له خوا د خبرو اترو مشرتوب څوک کوي، په هلکه یې معلومات نه دي ترلاسه شوي. د خبرو اترو د محتوا په هلکه هم تر اوسه لږ معلومات شته: د چين حکومت لا په مارچ مياشت کې ويلي ول چې پر زراعتي محصولاتو، انرژۍ او موټرو به تمرکز وکړي.

خو په اصل کې ډېري موضوگانې مطرح دي. دواړه  اړخه به لومړی په اصطلاح يو ډول اوربند تضمين کړي چې په لومړي سر کې د مارچ تر دويمې پورې دوام وکړي. پر دې باندي د دواړو هيوادونو ولسمشرانو په دسمبر میاشت کې په بيونس آیرس کې د شلو صنعتي هيوادونو په سرمشریزه کې توافق کړی وو. تر دغه مودې پورې به نور جزايي گمرکات نه وضعه کيږي او همدا راز تر دغي مودې پورې د امريکا له خوا د ۲۰۰ میلياردو په ارښت د چينايي توکو د گمرکي تعرفو لوړول هم ځنډول شوي دي. خو د دغه گواښونو زور ډېر د پاموړ دی او نړيوال بازارونه یې د نړۍ د اقتصاد په هکله اندیښمن کړي دي. د دسمبر مياشتې په پای کې د نيويارک، توکيو او فرانکفورت او همدا راز د اسعارو په نورو بازار کې سخته ناآرامي وليدل شوه.

Jahresrückblick 2018
په بيونس آيرس کې د ترمپ او شي جين پينگ ترمنځ ملاقاتانځور: picture alliance/dpa

چين او امريکا له څو میاشتو راهيسې يو د بل پر ځينو تجارتي محصولات گمرکي تعرفې لوړې کړي او يا یې نوې تعرفې وضعه کړي دي. دمگړۍ امريکا د چين پر وارداتي توکو چې ارزښت یې ۲۵۰ ميلیونه ډالر دی، ځانگړي تعرفې لگولي دي. چين هم غچ اخيستونکي گامونه پورته کړي دي. واشنگټن په دې منځ کې د دې زمينه برابره کړې ده چې د چين د تر ټولو مهم گروپ « Huawei » يوه مخکښه مشره له کاناډا څخه د وتلو اجازه نه لري. د پيکينگ حکومت د دې په بدل کې سملاسي د څو کاناډايي وگړو پر وتلو بندیز لگولی دی.

«د دواړو خواو په دريځونو کې نرمښت»

 د نوي ميلادي کال تر پيل لږ مخکې د دواړو هيوادونو ولسمشرانو له يو بل سره تليفوني تماس ونيوه او د اړيکو د يو څه ښه کولو هڅه یې وکړه. ترمپ د تویتر له لارې وليکل: «خبري مو ښې پر مخ روانې دي.» د پيکينگ له خوا هم مثبت زگنالونه وليدل شول. ولسمشر شي جين پينگ وويل: «موږ هيله لرو چې دواړه اړخه په خپلو دريځونو کې نرمښت راولي، يو بل ته سره تير شي او په زيار ايستلو سره پر وخت يوه تړون ته سره ورسيږي.»

ولسمشر ترمپ د يکشنبې په ورځ وويل: «زه رښتيا باور لرم چې هغوی (چين) يو تړون غواړي.» نوموړي يو وار بيا د چين د اقتصاد کمروزي د امريکا په گټه وبلله. خو دا چې خبرې اترې به بريالۍ وي او که نه، واضح نه ده.