1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين امريکا ته د غچ اخيستنې گواښ کړی

۱۳۹۹ خرداد ۱۳, سه‌شنبه

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ غواړي له هانگ کانگ سره د چين د چلند له وجې د دغه سيمې اقتصادي ترجیحات لږ او همدا راز امريکا ته د چينايي محصلينو شمير راکم کړي. چين دې کار سخت په غوسه کړی دی.

https://p.dw.com/p/3d8qv
Trump und Xi auf Bildschirm
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Young-joon

د چين حکومت امريکا متحده ایالاتو ته د خلکو د دغه جمهوريت گټو ته د زيان رسېدو په صورت کې د سختو اقداماتو گواښ کړی دی. د پيکنگ حکومت په دې سره د امريکايي ولسمشر دونالد ترمپ پر هغه اعلان غبرگون وښود چې ويلي یې ول د هانگ کانگ په اړه د چين د پلان شوي امنيتي قانون له وجې به د بريتانيې دغه پخوانۍ مستعمرې ته ورکړل شوي اقتصادي لومړيتونه لغوه کړي او امريکا ته به د چينايي محصلينو د سفر پروگرامونه ودروي.


تر اوسه لا څرگنده گامونه نه دي پورته شوي


د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند زاو لیژيان په پيکنگ کې وويل: «هر ډول خبرې او کړنې به چې د چين گټو ته زيان رسوي، د چين له خوا د سختو مخالفو اقداماتو سره مخامخ شي.» نوموړي زياته کړه چې د امريکايي حکومت چلند د چين په «داخلي چارو کې جدي لاسوهنه ده او دواړو هېوادونو خپل منځي اړيکې زيانمنوي.»

خو دا چې چين به د امريکا د دې اقداماتو په ځواب کې کوم ثابت گامونه پورته کړي، نوموړي وياند په لومړي سر کې روښانه نه کړه.

د کانگ هانگ سيمه ایز پارلمان چې د چين حکومت ته وفاداره دی، د تیرې پنجشنبې په ورځ یې د دغه اقتصادي مرکز له پاره د چين د مرکزي حکومت له د پلان شوي لانجمن امنيتي قانون پلان تصويب کړل. دا قانون د دې زمينه برابروي چې «بيلتون»، «سرغړونه»، «ترهگري» او «ملي امنيت ته خطر پيښول» مجازات شي او په هانگ کانگ کې د چين د مرکزي امنيتي ادارو عمليات ممکن شي.
د دې قانون انتقاد کوونکي ويره لري چې نوی قانون به د هانگ کانگ په چارو کې د چين د حکومت لاسوهنې ته لاره هواره کړي او د هغه آزادۍ د بايللو په معنا وي چې د بريتانیې دغه پخوانۍ مستعمره یې چين ته په ۱۹۹۷م کال کې تر بيرته سپارولو راهيسې لري.

New York Columbia Universität Chinesische Absolventen
چينايي محصلين د نیویارک د کولمبيا پوهنتون څخه د فراغت پر مهالانځور: Imago/Xinhua


ځکه د نوي امنيتي قانون وروسته به د چين پوليس او استخباراتي ادارې په دې ځانگړې اداري ساحه کې پراخ اختیارات ولري. له همدې کبله په هانگ کانگ کې د چين د حکومت پر ضد لاريونه چې تیر کال یې څو میاشتې د ټول ښار ورځنی ژوند په ټپه درولی وو، يو وار بيا پاريدلي دي.


له هانگ کانگ سره د «ځانگړي چلن» پای


ترمپ د تیرې جمعې په ورځ پر يو شمیر چينايي اتباعو د سفر بندیز اعلان کړ او ویې ويلچې د امريکا حکومت ته به لارښونه وکړي چې هغه سياست ته چې له مخې یې «له هانگ گانگ سره په اقتصادي چارو کې ځانگړی چلن» کيږي، د پای ټکې کيږدي. ترمپ همدا راز وويل چې د هغو چينايي محصلينو د سفر اجازې به لغوه کړل شي چې «بالقوه امنيتي گواښ» ترې پيښيدلی شي. نوموړي په دې ترڅ کې په امريکا متحده ایالاتو کې د چين اقتصادي جاسوسۍ ته اشاره وکړه. ترمپ همدا راز وويل چې امريکا به د هانگ کانگ ځيني ځانگړي حقونه د مثال په توگه د گمرک په برخه کې، لغوه کړي.

bs/qp (afp, dpa)