1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين د آلمان د پارلمان پر بحثونو نیوکه کړې

۱۳۹۷ آبان ۱۹, شنبه

د آلمان په پارلمان کې د چين په شین جیانګ ایالت کې د بشري حقونو پر وضعیت تر بحث وروسته، چين هڅه کوي د آلمان حکومت تر فشار لاندې راولي. دغه ګواښونه چين ته د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د سفر په درشل کې صورت نیسي.

https://p.dw.com/p/380qM
Berlin Bundestag 61. Sitzung
انځور: picture-alliance/dpa/R. Hirschberger

په برلين کې د چين سفارت په خپله انټرنټ پاڼه کې د آلمان په پارلمان کې د چين د شین جیانګ ایالت چې د ایغور مسلمان اقلیت په کې ژوند کوي د بشري حقونو د وضعیت په اړه پر بحث نیوکه کړې او لیکلي یې دي: «د چين لوری په دې ډیر ناراضه دی او په واضح ډول د آلمان پر پارلمان او حکومت نیوکه کوي».

د چين سفارت زیاته کړې ده چې د آلمان تورونه خپلسري او د چين په داخلي چارو کې د لاسوهنې او د دغه هیواد د حاکميت نقضول دي.

چين په دې اعتراضي بیانیه کې په غیر مستقيم ډول د آلمان په پارلمان کې د بحثونو د منفي پایلو ګواښ کړی دی او ویلي یې دي چې چين هیله لري آلمان دغه اعتراضونه جدي ونیسي او «دا خبره باوري کړي، څو په راتلونکي کې هم د آلمان او چين اړیکي په سم مسير وده وکړي». 

د چين سفارت ټينګار کړی دی چې دغه هیواد «د بشري حقونو د سیاسي کولو او د یوې وسیلې په توګه له هغې څخه د نورو هیوادونو په داخلي چارو کې د لاسوهنې پر وړاندې په پریکړنده ډول مقاومت کوي» چې دا کار د بشري قوانينو څخه سرغړونه هم ده.

چين له آلمان څخه غوښتي دي چې د دواړو هیوادونو د اړیکو یو بشپړ انځور دې په نظر کې ونیسي او د چين پر وړاندې دې د داسې تورونو له لګولو چې د توجيه وړ نه وي او د چين په کورنیو چارو کې له مداخلې څخه لاس واخلي».

Türkei Istanbul Protest von Uiguren
په چين کې په مجموع کې ۲۳ میلیونه مسلمانان ژوند کوي.انځور: picture-alliance/AP Images/L.Pitarakis

د پنجشنبې په ورځ د آلمان حکومت د چين په شین جیانګ ایالت کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه بحث وکړ. مخکې تر دې ډیر شمیر نورو هیوادونو په چين کې د ایغور مسلمانانو سره د کیدونکي چلند په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته سخت انتقادونه کړي ول.

په چين کې په مجموع کې ۲۳ میلیونه مسلمانان ژوند کوي. د ایغور مسلمانانو لږکۍ چې نفوس یې شاوخوا لس میلیونو ته رسیږي، په دغه هیواد کې د هويانو تر اقلیت وروسته دویم اقلیت بلل کیږي. 

د نا تائید شویو رپوټونو په حواله، ویل کیږي چې د دغه ترک ټبره لږکۍ تر یوه میلیون پورې وګړي د چين د دوباره ادغام یا روزنې په کمپونو کې ژوند کوي. پيکینګ په دغه هیواد کې د نا کراریو او بریدونو پړه پر ایغور مسلمانانو ور اچوي.

د آلمان په پارلمان کې د چين د شین جیانګ ایالت د بشري حقونو په اړه تر بحث مخکې لا روښانه وه چې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره یو وار بیا په دغه هیواد کې د ایغور مسلمان پناه غوښتونکو د پناهندګۍ پر موضوع غور کوي. د رپوټونو په حواله په آلمان کې د دغو پناه غوښتونکو شمیر تر لسو تنو هم کم دی.

ټاکل شوې ده چې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس به د یکشنبې په ورځ (د نوامبر میاشتې ۱۱) د یوه اقتصادي پلاوي په ملتیا پيکنګ ته سفر وکړي. نوموړی غواړي چې د ایغور لږکۍ په هکله هم خبرې وکړي.

د آلمان په پارلمان کې د زرغون ګوند استازۍ مارګاریته باوزه، د «بایرشه زود فونک» رسنۍ ته وویل چې نوموړې د دا ډول مداخلو، نیوکو او حتی ګواښونو مخالفه ده. د اغلې بوزه په وینا د چين د سفارت یوه کارکونکي هم ورته تلیفون کړی وو چې د چینایانو د نارضایتۍ په هکله خبرې وکړي.

همدارنګه د بشري حقونو په چارو کې د آلمان په پارلمان کې د مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال اتحادي ګوندونو ویاند میشائل براند، د آلمان د پارلمان د بحث په اړه د چين د غبرګون په هکله سختې نیوکې وکړې. نوموړي د شپیګل انلاین انټرنټ پاڼې ته وویل: «دا په هیڅ دليل د منلو وړ نه دی. د آلمان پارلمان نه پریږدي چې تهديد شي او یا څوک ورته امر وکړي چې د یوې موضوع په اړه بحث وکړي او که نه».

میشائل براند ټينګار وکړ چې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس باید چين ته د خپل سفر پر مهال دا موضوع روښانه کړي. نوموړي زیاته کړه چې د پيکینګ هدف یوازې د اقتصادي سلطې نه، بلکې د لویديځ پر لیبرال سیستم حمله ده.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: