چرسي امريکايي ښځينه «راهبانې»
د هند او برصغير په هيوادونو کي د چرس څکوونکو زيات شمېر ملنګانو انځورونه ښايي زياتو خلکو ليدلي وي. خو اوس په امريکا کي د ښځينه «راهبانو» انځورونو په نړيواله توګه توجه ځان ته جلب کړې. په اړه يې انځوريز راپور دلته وګورئ:
د ځان او خريدارانو له پاره
د امريکا د متحده ايالاتو د کاليفورنيا سنټرل وېلي نومي ځای د ميوو د کرهڼي له پاره ډېر مشهور دی. خو دغه ځای په تيرو نژدې وختونو کي د داسي ښځينه راهبانو له کبله هم مشهوره سوی، چي د بنګو بوټی کري. هغوی له دغو بوټو کانابيس يا چرس جوړوي، د ځان لړ خريدارانو له پاره.
زړې لمانځنې
د کاليفورنيا دغه دوې ښځينه راهبانې د کاتوليکي کلېسا سره هيڅ اړيکي نه لري. دغه راهبانې وايي: «موږ د دين پر ضد يو او له همدې کبله موږ هيڅ دين نه لرو. موږ د عيسوي دين څخه پر تر مخه د وخت لمانځنې کوو.»
د راهبې جوړېدو مخکي
د دې څخه تر مخه چي کېټ (انځور) يوه چرسي راهبه سي، هغې د «والسټريټ قبضه کړئ» په څېر غورځنګونو غړې وه. کېټ او د هغې خور د ياد غورځنګ له پاره د احتجاجونو پر وخت د راهبانو جامې په اغوستې چي له کبله يې هغوی ته د «قبضه وکړئ راهبانې» خطاب کېدی.
بېل اقسام
د کاليفورنيا دغه راهبانې وايي چي د بنګو د بوټو بېل اقسام په خپله ساتي او پالي يې.
چاڼ
د دغو ښځو په خبره دوی زيات وخت کارونه په لاس کوي او په وينا يې د بوټو په چاڼ کي زيات احتياط کوي.
تجربه
کېټ په خپله د بنګو د بوټو په تړاو زیات معلومات لري او دغه معلومات د خپلو همکارانو سره شريکوي او هغوی ته ښوونه کوي.
ډک يخچال
د کېټ او د هغې د همکارانو يخچال هميشه د بيلو بنګو بوټو له حاصل څخه ډک وي.
د نشيي موادو اندازه
سيسټر فريا د بنګو څخه يو ډول خاص مايع جوړوي. د هغې په وينا دغه مايع درد ختموي او د زخم په ژر رغېدلو کي کومک کوي. د راهبانو په وينا هغوی له بنګو او چرسو څخه طبي مصنوعات جوړوي البته پکښي نشيي مواد ډېر کم وي.
معتادين
دغې مېرمني چي ځان ته د «سيسټرز آف د وېلي» يا د « د درې ښځينه راهبانې» خطاب کوي، په ۲۰۱۵ کال يې له بنګو او چرسو څخه د طبي او ښکلا د مصنوعاتو په جوړولو لاس پوري کړ. د کېټ په وينا هغوی په ۲۰۱۶ کال کي د ۷۵۰ زرو ډالرو په ارزښت خپل جوړ سوي د چرسو او بنګو مصنوعات جوړ کړي دي.
مشکل نسته
د کاليفورنيا تر څنګ د امريکا په متحده ايالاتو کي تر شلو زيات نور ايالتونه سته چيري چي د طبي اړتياؤ له پاره د بنګو او چرسو استعمال او د صنعت اجازه سته. کېټ وايي چي له کاتوليکانو څخه بعضي له «کرکي ډک» تليفونه سوي، خو نو په ټولنه کي د ننه د دوی په وړاندي مشکل نسته.
منتقيدينو ته جواب
د دونلد ترمپ حکومت وايي چي د کانابيس يا بنګو او چرسو د اجازې پر ضد دی. خو د کاليفورنيا بنګ بوټي کرونکي راهباني وايي چي د حکومت دغه دريځ دوی دې ته هڅوي چي لا خپل کار ته پراختيا ورکړي.
د کاناډا بازار
راهبه کېټ وايي: «ټرمپ پر موږ سور اور جوړ کړی دی... موږ به بل هيواد ته ولاړ سو. ټرمپ ته زموږ جواب کاناډا دی.» کېټ او د هغې ملګري د بنګو او چرسو خپل مصنوعات د انټرنټ له لاري پلوري. (راپور: نادين برګاوين)