چخانسوري د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وټاکل سو
۱۳۹۸ بهمن ۱, سهشنبهاعلان
دا په ډیره لنډه موده کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په مشرتابه کې دویم بدلون دی. تر دې مخکې د بهرنیو چارو پخواني وزیر صلاح الدین رباني، له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، سره تر اوږدو اختلافونو وروسته، خپله دنده پریښې وه. ادریس زمان بیا له هغه وخت راهیسې د وزارت سرپرست وو. خو اوس هغه هم استعفأ وکړه.
زمان پر خپلې رسمي تویتر پاڼې باندې لیکلي دي: «زه نن د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر دنده پریږدم. زه له ولسمشر غني څخه پر ما د اعتماد کولو له کبله مننه کوم.»
د زمان د تویت تر خپریدو وروسته د ولسمشر غني سلاکار شاه حسین مرتضوي، پر خپله تویتر پاڼه باندې خبر ورکړ چې د ولسمشر غني پخوانی ویاند هارون چخانسوري، د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین او سرپرست په توګه ګومارل شوی دی.