د کابل د چاودنې له کبله د وژل شویو شمیر ۵۰ ته لوړ شو
۱۳۹۷ آبان ۲۹, سهشنبهد کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب الله دانش، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د چاودنې له کبله ۸۰ تنه نور کسان ټپیان شوي هم دي. هغه تر دې مخکې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویلي وو: «په خواشینې سره د شپږو بجو او پنځلسو دقيقو په شاوخوا کې نن ماښام، په اورانوس هوټل کې د عالمانو په منځ کې چې د مولود شريف لمانځنه یې کوله یوه انتحاري حمله وشوه.»
ویل شوي دي چې د برید هدف د علماو شورا وو چې د ودونو په یوه صالون کې یې د مولود شريف مراسم لمانځل. تر دې مخکې د عامي روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح، د چاودنې په پایله کې د ۶۰ کسانو د ټپې کیدو خبره کړې وه.
د کابل د ایمرجنسي روغتون چارواکو د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې ۳۰ امبولانسونه د برید سیمې ته تللي. زیاته شوې چې د پیښې د ۴۰ ټپیانو وضعیت د اندیښنې وړ دی.
دا په تیرو څو میاشتو کې په کابل کې د تر سره شووو بريدونو څخه تر ټولو خونړی دی. دانش روښانه کړه چې تر اوسه پورې د دې برید پړه کومې ډلې نه ده منلې. د دغه شان بریدونو د تلفاتو کچه د وخت په تیریدو سره لوړیږي.