په نورستان کې بې پیلوټه الوتکې ملکیان او طالبان وژلي
۱۳۹۷ تیر ۵, سهشنبهاعلان
د نورستان والي حفیظ عبدالقیوم، د سه شنبې په ورځ وویل چې د دوشنبې په شپه په وایګل ولسوالۍ کې دغې پیښې شپږ ملیکان او پنځه طالب جنګیالي وژلي دي.
د دغه افغان چارواکي په خبره د طالبانو دغه غړي او وژل شوي ملیکان د یوه ټپي شوي طالب جنګیالي د لیدو له پاره په یوه کور کې سره راټول شوي ول. هغه زیاته کړې ده چې د امریکایي ځواکونو بې پیلوټه الوتکې برید په کور کې موجود ملکي وګړي او طالب جنګیالي وژلي دي.
امریکایي ځواکونو لا تر اوسه پورې د پیښې په اړه څه نه دی ویلي.
په یوې بلې پیښې کې په ناپیژندل شويو ولسوالو کسانو په فراه ولایت کې د افغانستان د استخباراتي ادارې یو کارکوونکی په ډزو وژلی دی. د دې ولایت ویاند محمد ناصر ناصري، ویلي دي چې ولسوال د پیښې له سیمې څخه په تیښته بریالي شوي دي.