1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: په وزيرستان کې د سړک د غاړې بم پوځي افسران وژلي

۱۳۹۸ خرداد ۱۸, شنبه

د پاکستان د پوځ له خوا ويل شوي چې د سړک د غاړې يوه بم چې د امنيتي ځواکونو موټر یې هدف گرځيدلی، د پوځ درې افسران او يو عسکر وژلی دی. پېښه د جمعې په ورځ په شمالي وزيرستان کې شوې ده.

https://p.dw.com/p/3K3nX
Pakistan will offenbar Blockade des NATO-Nachschubs beenden
انځور: dapd

د پوځ له خوا په جاري کړل شوې يوه اعلاميه کې راغلي چې په دغه پېښه کې څلور عسکر ټپيان شوي هم دي.  شمالي وزيرستان چې اوس د خيبر پښتونخوا برخه ده، د پاکستاني طالبانو سنگر وو او د پاکستان پوځ پکښې د سيمه ایزو او بهرنيو وسله والو پر ضد څو عملياتونه هم ترسره کړي دي.

د پوځ له خوا ويل شوي چې په وژل شويو افسرانو کې ډگروال کريم بيگ، تورن معيز مقصود، جگړن عارف الله شامل دي چې د خړ کمر سيمې ته پر لار ول. په خړ کمر سيمه کې يو څو ورځې تر مخه د پښتون ژغورنې غورځنگ يا پي ټي ایم د احتجاج پر وخت پوځ ادعا کړې وه چې د غورځنگ غړيو پر يوې پوستې بريد کړی دی. د غورځنگ د غړيو په وينا پر دغه احتجاج د پوځ په ډزو کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.

د پاکستان پوځ تر دې پېښې وروسته د دغه غورځنگ دوه مخکښه مشران او د پارلمان غړي علي وزير او محسن داوړ هم ونيول.

پوځ ويلي ول چې د پارلمان دغه غړيو د احتمالي ترهگرو د آزادولو هڅه کوله چې په نتيجه کې یې ډزې وشوې چې پنځه عسکر یې ټپیان کړي او څو بريد کوونکي یې وژلي ول.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي، لومړي وزير عمران خان، د کابينې يو شمير وزيرانو او د اپوزیسيون مشرانو په خړ کمر کې د افسرانو د وژل کيدو پېښه غندلې ده او د عاملينو پر وړاندې يې د کلک غبرگون خبره کړې ده.

په تېرو لسو مياشو کې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو په بېلا  بېلو بريدونو کې ۱۰ تنه عسکر وژل شوي او ۳۵ نور ټپيان شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې پوځ تر عملياتو وروسته دغه سيمه له وسله والو پاکه بللې وه.

د پوليسو په حواله په دې منځ کې يو موټر چې درې تنه احتمالي وسله وال پکښې سپاره ول د جمعې په ورځ جهلم سيند ته غورځيدلی دی. د پوليسو يوه ځايي مشر طارق محسود ويلي چې په موټر کې سپاره ټول شکمن وسله وال وژل شوي دي.

هغه زياته کړې چې په موټر کې سپرو شکمنو ترهگرو هغه وخت خپل موټر کړندی کړ چې پوليس ورته د دريدو اشاره وکړه.

زياته شوې ده چې په موټر کې وسله او چاوديدونکي مواد هم موندل شوي دي.

b.s/n.s (AP)

زموږ له آرشيف څخه: