چارواکي: طالبانو 30 پاکستانيان یرغمل نیولي
۱۳۹۰ شهریور ۱۱, جمعهپیښه د پنج شنبې په ورځ هغه مهال رامنځ ته شوي چې دغه هلکان چې د 12 څخه یې تر 18 کلونو پورې عمر درلود د پاکستان د باجوړ په سیمې کې د اختر په لمانځنې بوخت ول.
یوه ځایی چارواکي ویلي چې دغه کسان په غلطۍ سره پاکستان نه افغانستان ته اوښتي ول:
«دغو هلکانو په غلطۍ د پاکستان له پولې اوښتي ول. دوې د کوچني اختر په دویمه ورځ په میلو بوخت ول.»
دا په داسې حال کې ده چې په سیمې کې د افغانستان د سرحدې ځواکونو مشر، جنرال امین الله امرخیل، او په سیمې کې د طالبانو قوماندان، د دغو هلکانو له درمته کیدو څخه بې خبرۍ ښودلې.
افغانستان او پاکستان سره 2400 کیلومتره پوله لري چې د پولې په دواړو خواوو کې طالبان او القاعدی پورې تړلي نور ګروپونه پټنځایونه او پایګاوې لري.
د پاکستان پوځ په وار وار ادعا کړې چې د باجوړ په سیمې کې یې د طالبانو پایګاوې له منځه وړي دي خو متحده ایالات اوس هم دغې سیمې ته د طالبانو د اصلي مرکز په سترګه ګوري.
په سیمې کې دوه استخباراتي کارکونکو د فرانسې خبري آژانس ته د نوم د نه برپڼډیدو په شرط ویلي چې تري تم شوي هلکان کیداې شې د مولوی فقیر محمد پورې تړلو کسانو لخوا یرغمل نیول شوي وي. فقیر محمد د باجوړ په سیمې کې د طالبان له مشرانو څخه ده چې اټکل کیږي په 2010 کال کې افغانستان ته اوښتی وي.
افغانستان او پاکستان ډیر ځلی پر یو بل تور لګوي چی د یو هیواد له خاورې پر بل بریدونه تر سره کیږي. همدا راز د پاکستان پوځ پر مولوی فقیر محمد تور لګوي چې دی د هغه برید تر شاه دی چې په ترڅ کې یې څو ورځې وړاندې 25 پاکستاني سرتیری ووژل شول.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباری حکیم