چارواکي: جبار قهرمان په بمي چاودنه کې وژل شوی
۱۳۹۷ مهر ۲۵, چهارشنبهپه داسې حال کې چې په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، د هیواد په مختلفو برخو کې د خونړیو پیښو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
عبدالجبار قهرمان له جنوبي هلمند ولایت څخه چې د طالبانو یو له مهمو سنګرونو څخه شمیرل کیږي، ولسي جرګې ته نوماند وو. وسلوالو طالبانو د دغې بمي چاودنې مسوولیت منلی دی.
په عین حال کې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې د چهارشنبې ورځې «د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر ۱۷مه» په دې بمي چاودنه کې اوه تنه نور بیا ټپیان دي.
ځواک زیاته کړه چې قهرمان په خپل ټاکنیز دفتر کې له خپلو ملاتړو سره د ملاقات په حال کې وو چې تر څوکۍ لاندې ځای پر ځای شوی بم ور باندې وچاودید. نوموړي زیاته کړې چې د چاودنې په تړاو یې ګڼ شمیر کسان نیولي دي او د عاملینو د موندلو له پاره پلټنې روانې دي.
د ولسي جرګې پر نوماندانو باندې له دې وروستی چاودنې سره د وژل شوو نوماندانو شمیر لسو تنو ته ورسید. د قتل په دې پیښو کې زیاتره نوماندان په هدفي توګه وژل شوي دي.