1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

څېړونکي: هرکال ۱۱ ميليونه کسان د ناسالمي تغذې له کبله مري

۱۳۹۸ فروردین ۱۵, پنجشنبه

د آلمان خبري آژانس د راپور له مخي په تخميني ډول له کاله د مرگ ۱۱ ميليونه داسي پيښي رامنځته کيږي چي سبب يې ناسالمه تغذيه وي. افغانستان هم پکښې دی.

https://p.dw.com/p/3GEtG
Proteinquellen
انځور: Colourbox

افغانستان هم د دې ۱۹۵هيوادونو په ليست کي ۱۹۴ ځای لري.

نړيوالو څېړونکو د «لانست» په نوم مجله کي ليکلي دي چي تخميناً د مړيني يو پر پنځمه برخه پيښي د ناسالمي او غير صحي تغذيې له کبله رامنځته کيږي.

په دې څېړنه کي راغلي دي چي په ۲۰۱۷م کال کي په هرو سلو زرو کسانو کي د ناسالمي تغذيې له وجي د مرگ ۱۶۲ پيښي رامنځته سوي دي.

څېړونکو ليکلي دي چي د ناسالمي تغذيې اصلي ستونزه د غله جاتو مصرف(د ورځي تر ۱۲۵ گرامه) لږ وو.

د دغو څېړونکو د ۱۹۵ هيوادونو په ليست کي آلمان ۳۸ ځای موندلی دی. په هرو سلو زرو کسانو کي د ناسالمي تغذيې له وجی د مرگ پيښي تر ټولو لږ په اسرائيلو، فرانسې او هسپانيا کي وې. دغه درې هيوادونه په نوبت سره په ليست کي له لومړي تر دريمه پوري راغلي دي.

تر ټولو ډيري پيښي په مارشال ټاپوگانو، افغانستان او ازبکستان کي رامنځته سوي دي. چي افغانستان پکښې په ۱۹۴ ځای کي راغلی دی.

څېړونکو پخپلو پراخو څېړنو کي د خلکو د خوراک ډولونه ارزولي دي. دوی د خوراکونو داسي ډولونه موندلي دي چي کيدای سي د زړه، سرطان يا ديابت ناروغيو سبب وگرځي.

په هغو ۱۵ لاملو کي چي ارزول سوي دي، د ترکارۍ او سبزيجاتو لږ استعمال، د غله جاتو او سبوس لږ کارول او د ډيرو سرې کړو غوښو خوراک شامل دي.

د آلمان د هاله ويتنبرگ پوهنتون استازی توني ماير چي په دغه څېړنه کي ئې گډون لاره، ويلي دي چي په دې څېړنه کي د خوارځواکۍ، لوږي او يا ډېرو الکولو د استعمال په خاطر د مړيني پيښي په پام کي نه دي نيول سوي.

a.f/n.z(dpa)