1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: په جرمني کي له بهرنيانو او مسلمانانو سره تعصب ډیريږي

۱۳۹۷ آبان ۱۷, پنجشنبه

په جرمني کي له خارجیانو سره دښمني ډیریږي، خصوصأ په ختيځه برخه کي. دغي نتیجې ته د لایپڅیک د یوې تحقیقاتي څېړني لیکوالان رسیدلي دي. هغوی خبرداری ورکوي، چي په دې سره ديموکراسي په خطر کي لویږي.

https://p.dw.com/p/37rn2
Symbolbild Muslimische Frauen
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

د لایپڅیک د تحقیقاتي څيړني د لیکوالانو په حواله، هر دریم جرمنی په دې نظر دی چي خارجیان په دې خاطر راغلي دي چي زموږ د ټولنيزو مرستو (سوسیال) څخه گټه واخلي. د جرمني په ختيځ کي حتي هر دوهم کس په دغه نظر دی. په همدې ډول اکثریت جرمنيان په دې باندي معتقده دي چي دغه هیواد د بهرنيانو په واسطه کاملأ پردئ سوی دی. (په ټوله ايزه توگه ۳۵،۶سلنه او په ختيځه برخه کي بیا ۴۴،۶سلنه په دې عقیده دي).

د لایپڅيگ د ښی اړخي افراطیت او ديموکراسۍ له تحقیقاتي انستیتوت څخه ددغي تحقیقاتي څیړني آمر، اولیور ډېکر وايي چي «موږ په اوس وخت کي د جرمني په ختيځ کي۳۰ فیصده داسي خلگ لرو چي د خارجیانو له ضد طرز تفکر سره یو ځای سوي دي. دا ډیر زیات دي. په غربي برخه کي بیا هغه ۲۲ سلنه دي. ډیکر انستیتوت له۲۰۰۲م کال راهیسي هر دوه کاله دغسي تحقیقات کوي او د خلگو د ښی اړخه افراطي او مطلق العنانه نظریاتو په باب پوښتني کوي.

څیړونکو ته د خپلو تحقیقاتو پر مهال دا معلومه سول، چي نه یوازي په عمومي ډول سره د خارجیانو پرضد تعصبات او مخکي له مخکی قضاوتونه موجود دي، بلکي د مسلمانو او سینتي- روما جټانو پر ضد بیا نور هم ډیر دي.

خصوصأ بیا د سیناتي-روما جتانو پرضد سخت تبلیغات موجود دي او په دې سترگه ورته کتل کیږي، چي هغوی جنایت کاران دي، په غلاوو او نورو جنايي اعمالو کي لاس لري.

د مسلمانو پرضد هم ډیر مخکي له مخکي قضاوتونه موجود دي او تر ۴۴ فیصده جرمنيان وايي چي د مسلمانو راتگ باید جرمني ته بند سي. (په ۲۰۱۴م کال کي لا ۳۶،۵ سلنه په دې نظر ول). تر هر دوهم تن اضافه بیا، یعني ۵۵،۸ فیصده کسان وايي چي په جرمني کي د مسلمانو په موجودیت سره په خپل هیواد کي ځان بیگانه احساسوي.( په ۲۰۱۴م کال کي لا هغوی ۴۳سلنه ول.)

د یهوادنو پرضد تر ځینو پیښو وروسته په جرمني کي له یهودانو سره هم دښمني بیرته ډيره سوې ده. د څيړني په حواله هر لسم تن په دې عقیده دی، چي د یهوادنو نفوذ اوس هم په جرمني کي ډیر دی. په همدې اندازه کسان معتقده دي چي د هغوی ډیرو ملکیتونو ته په کتلو سره، هغوی هم زموږ له ټولني سره مطابقت نه لري.

د څیړني د لیکوالانو په عقیده دا په داسي حال کي ده چي که څه هم یوې لويي برخي جرمنيانو ظاهرأ ديموکراسۍ ته خپله وفاداري اعلان کړې ده، خو بیا هم۴۰ سلنه خلگ مطلق العنانه اجتماعي ساختار ته ترجیح ورکوي. دا نه یوازي ديموکراسي له خطر سره مخامخ کوي، بلکي په مخ پر ډیریدونکي ډول سره ټولنه د قطبي کیدو پر لور هم بیايي.