1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

څېړنه: د کرونا نوې بڼه څو ځله چټکه لېږدول کيږي

۱۳۹۹ تیر ۱۴, شنبه

د يوې نوې څېړنې له مخې د کويد-۱۹ ناروغۍ نوی حاکم شکل د ويروس د پخوانۍ اصلي بڼې په پرتله درې تر شپږ ځله چټک انتقاليږي.‌ خو دغه نوې بڼه ښايي لا پسې سخت عواقب بيا ونه لري.

https://p.dw.com/p/3emRQ
Coronavirus- COVID-19 - Mikrografie
انځور: picture-alliance/CDC

د کويد-۱۹هغه بڼه چې اوسمهال په نړۍ کې تر ټولو زياته خوره ده، د هغه پخواني شکل په پرتله چې په چين کې راپيدا شوی وو، ‌څو برابره ژر لېږدول کيږي. دغه خبره د پنجشنبې په ورځ‌ په يوه خپره شوې علمي څېړنه کې راغلې ده.

په لابراتوار کې د څېړنو پايلې چې په «ساينتيفيک ژورنال سېل» علمي مجله کې خپرې شوې دي، دا ښيي چې اوسنۍ اوښتې بڼه د ياد ويروس د پخواني شکل په پرتله د خلکو تر منځ لا چټکه لېږدول کيږي. خو د دغې خبرې ثبوت لا نه دی شوی.‌

د ساري ناروغيو متخصص، انتوني فاوسي، د امريکا د طبي ټولنې مجلې ته ويلي دي چې «زما په اند ارقام ښيي چې يو واحد موتاسيون يا بدلون دی

چې ويروس ته د لا ښه تکثر وړتيا ورکوي چې کېدای شي‌ د ويروس د لوړ هجم سبب هم وي.»

فاوسي خپله البته په دغه څېړنه کې برخه نه لرله. خو هغه زیاته کړه: «موږ لا نه پوهيږو چې د يو چا وضعيت په دې سره خرابيږي که نه. خو يوازې داسې برېښي چې ويروس لا ښه تکثر مومي او ښايي زيات ولېږدول شي، خو دا هر څه لا په هغه پړاو کې قرار لري چې د تائيد هڅه يې کيږي.»

درې تر شپږ وارې چټکه لېږدېدنه

د متحده آيالاتو د لوس آلاموس د ملي لابراتوار او د شمالي کارولينا د ديوک پوهنتون څېړونکو د بريتانيا د شېفيلد پوهنتون د کويد-۱۹ له جنتيکي‌ څېړنډلې سره همکاري کړې ده. څېړونکو موندلې چې د ويروس اوسنۍ بڼې - D614G ـ يوازې په هغه پروتين کې يو کوچنی خو مهم تغيير راوستی چې د ويروس له سطحې څخه راوتلی دی او له کوم څخه چې ويروس ګټه اخلي څو انساني حجرو ته دننه او هغه التهابي‌ کړي.

د اړوند موضوع په ارتباط زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

د اپريل مياشتې پر ابتدايي پايلو نيوکه کېدله ځکه چې ثبوت يې نه وو ورکړی چې يوازې يو موتاسيون يا بدلون خپله د دې بڼې د حاکميت لامل وو. انتقاد کوونکو ويل چې نور لاملونه يا تصادف هم ښايي‌ پکې یو رول ولوبوي يا لوبولی وي. څېړنيزې ډلې اوس نورې تجربې هم وکړې. هغې د ۹۹۹ تنو بريتانوي ناروغانو معلومات او ارقام وڅېړل چې د کويد-۱۹ له کبله په روغتون کې بستر وو. ويې ليدل چې هغه ناروغان چې نوې بڼه يې په ځان کې لرله، د ويروس زيات ذرات هم درلودل خو د ناروغۍ پر شدت باندې يې هيڅ اغېز نه درلود. لابراتواري تجربو اوس ښودلې چې دغه نوې بڼه د انساني حجرو د اخته کولو درې تر شپږ ځله زياته وړتيا لري.

پر اصلي نړۍ باندې يې اغېزې لا نامعلومې دي

په دغه پړاو کې بيا هم داسې ښکاري چې دغه راز پايلې ښايي يوازې «ممکنې» وي، ځکه چې دغه ډول تجربې ډېری وخت په دقيق ډول د يوې وبا تحرک او چټک خوځښت نه شي انځورولی.

سره له دې چې د ويروس نوې بڼه زياته «ابتلاکوونکې» بلل کيږي، خو د دې امکان هم شته چې د خلکو تر منځه بيا هم هومره «لېږدېدونکې» نه وي.

د يال پوهنتون د عامې روغتيا د څانګې ويروس پېژندونکی، ناتان ګروباو، چې په دغه څېړنه کې هم ښکېل نه وو، وويل چې د عوامو له پاره دغه پايلې د هيڅ تغيير په معنی نه دي.‌

هغه په خپله يوه تبصره کې کښلي دي: «سره له دې چې تر اوسه لا مهمو څېړنو ته اړتيا ده څو دا تعريف کړي چې آيا دا به د درملو يا واکسين پر جوړولو باندې کومه له معنی ډکه اغېزه ولري، که نه، خو موږ تمه نه لرو چې D614G به زموږ د کنترول په تدابيرو کې کوم بدلون راولي يا دا چې التهابونه به لا پسې شديد کړي.» هغه زياته کړې ده چې «دا زياتره د ساينس د غوړېدنې مرحلې ته ژوندۍ کتنه ده: يعنې يو جالب کشف شوی چې ښايي په بالقوه توګه پر ميليونو خلکو باندې تاثير ولري.» خو د هغه په خبره «موږ د دې بشپړه کچه او اغېزه لا صحيح نه پېژنو.»