1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

څېړنه: تر اندازې زیاتي مالګې استعمال د شترس کچه لوړوي

۱۴۰۱ آذر ۱۷, پنجشنبه

د یوې نوې څېړنې پایلې ښيې چې تر اندازې زیاتې مالګې استعمال، کیدای شي د شترس د کچې لوړیدو سبب شي. خو یو انسان په ورځ کې څومره مالګه استفاده کولی شي؟

https://p.dw.com/p/4Kg1M
Koch würzt Fleisch
انځور: Benis Arapovic/Zoonar/picture alliance

د Medical News Today خپرندویه ادارې د لیکنې پر اساس په داسې حال کې چې دا خبره ثابته شوې ده چې تر اندازې د زیاتې مالګې استعمال په فزیکي لحاظ د ویني فشار د لوړیدو او مغزې سکتې سبب کیږي، خو کارپوهان تر اوسه پورې دې ته نه دي متوجه شوي چې د مالګې ډیره کارونه څنګه د انسان پر رواني روغتیا اغیز کوي.

په سکاتلند کې د ادینبورګ پوهنتون د څیړونکو د وروستیو تحقیقاتو پایلو وښودله چې ډېر مالګن غدایې رژیم، کولی شي په موږکانو د شترس او فشار د هورمونونو تولید دوه برابره زیات کړي.

بوره د کولمو گټوري باکتریاوي له منځه وړي

مالګه د خوړو خوند ښه کوي او ممکن مصرفونکی وهڅوي، څو نور مالګه لرونکي محصولات رانیسي. دغه څېړنه په ډېره اندازه د مالګې استعمالولو ته د هیپوتالاموس- هیپوفیز- آدرنال (HPA) یعنې شترس ته د بدن د غبرګون ښودلو سیستم له فعالیدو سره ارتباط ورکوي.

څېړونکي همدارنګه متوجه شوي دي چې ډېره مالګه لرونکي خواړه په طبیعي ډول د ګلوکوکورتیکوئیدونو د زیاتیدو سبب کیږي، هغه هورمونونه چې د شترس، د زړه او رګونو، د بدن دفاعي سیستم او متابولیک فعالیتونو د غبرګون په تنظیمولو کې مرسته کوي.

په هرصورت، دا څېړنه پر نارینه موږکانو تمرکز کوي، کوم چې ممکن د ځینو موندنو عمومي کول یې د انسانانو په برخه کې محدودیت ولري. خو سره له دې هم د څیړونکو په خبره داسې شواهد موجود دي چې دا ښکاره کوي چې په ښځو او نارينه و کې د متفاوت غبرګون سبب کیږي.

په ښځو کې غبرګون شدید او چټک وي او د وخت په تیریدو سره د شترس پورې اړوندو مختلفو اختلالاتو د اخته کیدو خطر زیاتیږي. فرضیه داسې ده چې د مالګې اغیز په ښځو کې زیات دی.

که څه هم سوډیم یو ضروري عنصر دی چې حجرې ته د مغذي موادو د دننه کولو او را ایستلو په تنظیمول کې مرسته کوي.

د ۲۰۲۰-۲۰۲۵ کال د غذايي لارښوونو سره سم، یو انسان باید په ورځ کې له ۲۳۰۰ ملی ګرام څخه کم سوډیم مصرف کړي. د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (CDC) اټکل کوي چې امریکایان هره ورځ د خواړو له لارې له ۳۴۰۰ ملی ګرامو څخه ډیر مالګه خوري.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

پوهه: د زیاتې مالګې خوړل پر معافیتي سیستم څه اغیز لرلی شي؟