1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کي تر ټولو زيات نشه يي مواد په آلمان کي استعماليږي

۱۳۹۸ فروردین ۱, پنجشنبه

د اروپا په کچه د بد رفت اوبو یوې پراخې څیړنې موندلې ده چې آلمان په اروپا کې د کریستال او امفیتامین د استعمال له اړخه لومړی مقام لري. په دې څیړنه کې د شاوخوا ۷۰ اروپايي ښارونو بدرفت یا فاضله اوبه څېړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3FRio
Symbolbild Kokain
انځور: Imago/Future Image

په اروپا کې د بد رفت یا فاضله اوبو د ازموینې په ترڅ کې یو شمیر ساینسپوهانو د اروپا په ۲۰ هیوادونو کې بدرفت اوبه ازمویلي څو د دې ښارونو د وګړو د کاریدونکو نشه يي توکو ډول ومومي. یادې څیړنې موندلې ده چې د آلمان ایرفورت ښار په اروپا کې د۷۳ نورو ښارونو په پرتله د ميتافيتامين د کارونې له اړخه په لومړي مقام کې دی.

د دې څیړنې په ترڅ کې د شاوخوا ۴۶ میلیونو کسانو نمونې ازمویل شوي دي څو د خلکو په منځ کې د امفیتامین، کوکاین، یا میتافیتامین په څیر د نشه يي توکو پاتي شوي وموندل شي. دغه څیړنه چې په اروپايي ټولنه کې د نشه يی توکو له آژانس سره په همغږۍ کې ترسره شوې، وايي چې هرو ۱۰۰۰ استوګنځایونو په ورځ کې په اوسط ډول ۲۱۱،۳ میلي ګرامه میتافیتامین کارولي دي.

یادې څیړنې موندلې چې په آلمان کې تر ایرفورت وروسته، د دې ښار په څو سوه کیلومترۍ کې پروت کمنیتڅ ښار د نشه يي توکو د استعمال له کبله په دوهم ځای کې دی. په دې ښار کې هره ورځ د هرو ۱۰۰۰ کسانو په کچه د نشه يي توکو د استعمال اوسط ۱۹۶،۲ میلي ګرامه دی. دغه کچه بیا په ۲۰۱۷م کال کې ۱۸۰،۲ میلي ګرامه وه.

د یادې څیړنې پایلې ښيي چې د امفیتامین د استفادې له اړخه، د آلمان درې ښارونه د فهرست په لومړیو ۱۱ ښارونو کې ځای لري. پر ایرفورت او کیمنیتڅ سربیره د آلمان دورتمند په لسم مقام کې او برلین بیا په ۱۱ مقام کې دی.

څیړنه زیاتوي چې د آلمان په زار بروکن ایالت کې په ورځني ډول هرو زرو کسانو ۴۰۷،۴ میلي ګرامه نشه يي توکي کارولي دي. دغه شمیر په ۲۰۱۷م کال کې ۲۴۲ میلي ګرامه وو. د دې لیست په دوهم ځای کې د ایسلنډ هیواد پلازمینه ریکیاویک دی چې پکې په ورځني ډول هرو زرو کسانو ۲۰۹،۸ میلي ګرامه میتافیتامین کارولي دي.

د څیړنو پایلو موندلې ده چې په غربي او جنوبي اروپا کې بیا د نورو نشه يي توکو په پرتله کوکاین ډیر کارول کیږي. د دې څیړنې ساینسپوهانو ویلي دي چې بلجیم، هالند، هسپانیا او بریتانیا بیا د کوکاینو د کارولو له اړخه مخکښ هیوادونه دي.

Jessie Wingard