1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

څیړنه: نژدې ۶۰۰ زره مهاجر له رواني ناروغیو کړیږي

۱۳۹۷ آبان ۸, سه‌شنبه

د سوریي، افغانستان او عراق له هرو څلورو مهاجرو څخه درې يې د زورزیاتيو د تجربه کولو له امله له رواني او جسمي لحاظه کړيږي. دا د یوې څیړنې پایلي دي چې د برلین د «ټاګیس شپیګل» ورځپاڼې خپرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/37MeU
Walid 17 Jahre traumatisiert Save the Children
انځور: Hedinn Halldorsson/Save the Children

دغه څیړنه په آلمان کې د پناه غوښتونکو د صحې وضعیت په هکله لومړۍ ده چې تر سره کیږي. د څیړنې له مخې آلمان ته د افغانستان، سوریې او عراق د راغلو مهاجرو له هرو څلورو کسانو څخه درې يې له رواني ناروغیو سره مخامخ دي. یا په بله معنی دا له ۲۰۱۵م کال راهيسي آلمان ته د راغلو کابو یو نیم میلیون پناه غوښتونکو څخه ۶۰۰ زره کسان يې له دغه شان ناروغيو کړيږي. د څیړنې له مخې د دغو کسانو ۵۸ سلنه یې آن له ډیرو رواني ستونزو کړیږي.

دغه څیړنه چې پایلې یي د AOK، صحي بیمي د علمي چارو څانګه د سه شنبې په ورځ خپرول غواړي، راغلي دي چې ۷۴،۷ سلنه کسانو د شخصي تاوتریخوالي د تجربه کولو رپوټ ورکړی دی. د څیړنې له مخې له ۶۰ سلنې څخه زیاتو آسیب لیدلو کسانو جګړه تجربه کړې او تر۴۰ سلنه زیاتو باندي یې د وسله والو له لوري مستقیم بریدونه شوي. په څیړنه کې راغلي دي چې هر دریم کس د خپلو نزدې خپلوانو د برمته نیولو او یا وژل کیدلو شاهد وو او هر پنځم کس شکنجه شوی دی.

په څیړنه کې دغه راز ويل شوي دي چې ۱۶ سلنه کسان د وژنو، ناوړه او جنسي تاوتریخوالي شاهدان پاتې شوي او شپږ سلنه یې د جنسي تیري قربانیان دي. څیړنه زیاتوي چې زورزیاتیو د اغیزمنو شوو کسانو پر روغتیا باندې جدي ناوړه پايلي لرلي دي. د ټولو پوښتل شوو کسانو تر دوه پر پنځمه برخه کسانو کې د ډیپریشن یا د خپګان د ناروغۍ علایم لیدل شوي دي.

د دغې څیړنې لیکوالانو د اغیزمنو شوو کسانو له پاره د درملنې په برخه کې د لا ډیرو امکاناتو د برابرولو غوښتنه کړې ده. د AOK انستیتوت مرستیال مدیر هیلموت شرودر، تاګیس شپیګل ورځپانې ته ویلي دي چې دغه څه د سرپناه، سمي پالنې او یا هم د مهاجرو ماشومانو ته د تدریس په څیر یو بشري مکلفیت دی. خو هغه په عین وخت کې پر دې خبره هم ټینګار کړی دی چې هر کس چې رواني آسیب یي لیدلی، انفرادي رواني درملنې ته اړتیا نه لري.

د هغه په خبره په دې برخه کې د خبرو اترو ګروپونه، د داوطلبو کسانو او یا پخپله هغه ډاکټران چې له دغو هیوادونو یي تیښته کړې وي، د پالنې په برخه کې مرسته کولی شي.

په څیړنه کې وړاندې راغلي دي، خو د دې برعکس بیا د پناه غوښتونکو په منځ کې د مزمنو ناروغیو سلنه د آلمانانو په پرتله نیمایي ته هم نه رسیږي. د مهاجرو په منځ کې د الکولو مصرف هم ډیر کم دی، خو د دې پر ځای بیا زیات سګرټ څکوي او لږ سپورت کوي.

له هرو درو پوښتل شوو کسانو څخه یي دوه په وروستیو شپږو میاشتو کې ډاکټرانو ته ورغلي دي. خو دا یوازې په اصطلاح د بیورو کراسۍ له وجي نه، بلکې زیاتره د ژبې د پوهاوي په برخه کې ستونزه ده. تر هر دویم کس زیات په دې هکله د مشکلاتو یادونه کړې ده چې ډاکټر پخپله ستونزه پوهه کړي او یا هم د روغتیايي مرستو له پاره د اړیکو نیولو لومړی ځای ومومي.

 

زموږ له ارشيف څخه