1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څیړنه: المان کې د ماشوم زیږونې کچه ټيټه شوې ده

۱۴۰۳ فروردین ۱, چهارشنبه

الماني ښځو په ۲۰۲۳م کال کې د څو کاله مخکې په پرتله په اوسط ډول لږ ماشومان زیږولي دي. شنونکي مختلفو کړکیچونو ته د دې د احتمالي لامل په سترګه ګوي.

https://p.dw.com/p/4dw3I
Symbolbild Weniger Geburt in  Deutschland
د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ څخه تر نومبر میاشتې پورې په المان کې د زیږون کچه په اوسط ډول ۱،۳۶ را ټيټه شوهانځور: Marcus Brandt/dpa/picture alliance

د یوې نوې څیړنې په اساس په تیرو دوو کلونو کې په المان کې په لږ شمیر کې ماشومان زیږیدلي دي. د المان په ویسبادن ښار کې د نفوسو د څیړنې فدرالي انیستیتوت د چهارشنبې په ورځ وویل چې د کارپوهانو د اټکلونو له مخکې دا کیدای شي په مختلفو نړیوالو بحرانونو پورې تړاو ولري.

په ۲۰۲۱م کال کې هرې ښځې په اوسط ډول ۱،۵۷ ماشومان زیږولي ول. دغه شمیر په ۲۰۲۳م کال کې ۱،۳۶ ته را ټيټ شو چې دا له ۲۰۰۹م کال را په دیخوا تر ټولو ټيټه کچه ده.

دغه شمیرې د المان د نفوسو د څیړنې انیستیتوت او د ستاکهلم پوهنتون له خوا په ګډه د «اروپا د نفوسو ژونال» په څیړنیزه مجله کې خپرې شوي دي چې د زیږون د میاشتنیو شمیرو په اساس محاسبه شوي.

د کرونا وبا اغیزې

د څیړونکو په خبره د المان د فدرالي انیستیتوت د ارقامو له مخې د کرونا وبا پر مهال د ماشوم د زیږون کچه په لومړیو کې باثباته پاتې شوه، خو د همدې بحران په جریان کې د ۲۰۲۲م کال له جنورې څخه په اوسط ډول د هرې ښځې پر سر د ماشوم زیږونې د کچې اوسط لومړی  ۱،۴ ته ټيټ شو او بيا د همدې کال په دوبي کې ۱،۵ ته لوړه شوه.

د ابتدایي محاسبو په اساس د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ څخه تر نومبر میاشتې پورې د زیږون کچه په اوسط ډول ۱،۳۶ را ټيټه شوه.

کارپوهانو وویل: «په تیرو دوو کلونو کې د ماشوم زیږونې د کچې کمښت له دې کبله ډیر غیر عادي و، ځکه چې په تیرو وختونو کې هم د زیږون کچه په بطي شکل مخ پر ځوړ روانه وه.» دا کیدای شي مختلف دلایل ولري.

د کارپوهانو په وینا په داسې یو وخت کې چې نړۍ له مختلفو بحرانونو سره لاس او ګریوان وه، د ډیرو خلکو د ماشوم لرلو هیله نه شوه پوره کیدلی، ځکه کیدای شي دا د کرونا ویروس د واکسين په کمپاین پورې اړه ولري چې نهه میاشتې مخکې یعنې د ۲۰۲۲م کال په جنورۍ کې پيل شوی وو.

د څیړونکو په خبره دا کیدای شي په دې پورې هم اړه ولري چې په هغه وخت کې د امیدواره ښځو له پاره د کرونا واکسین ته اجازه نه وه ورکړل شوې، نو له همدې امله دوی د ماشوم زیږونې هیله ځنډولې وي، څو لومړی ځان واکسین کړي.

خو ولې د ۲۰۲۲م کال له مني وروسته د تولد کچه راټيټه شوه؟

د دې څیړنې له لیکوالانو څخه یې يو مارټین بوجارد، وویل: «په اوکراین کې جګړې، د انفلاسیون زیاتیدو او همدارنګه مخ پر زیاتیدونکی اقلیمي بدلون د دې سبب شول چې خلک د پانډمۍ په هکله لا زیات بې باوره کړي.»

بوجارد زیاته کړه «په داسې یو څو بحرانې وخت کې ډیر شمیر خلک د ماشوم زیږونې له هیلې لاس پر سر شول»

د ا پوښتنه چې آیا د زیږون کچې د کمښت اوسنۍ شمیرې به په المان کې موقتي وي، تر اوسه پورې بې ځوابه پاتې ده.

د یاد انیستیتوت په حواله له ۱۹۷۵ م کال څخه وروسته په المان کې د زیږون کچه تر څلورو لسیزو پورې د هرې ښځې پر سر په اوسط ډول د ۱،۲ او ۱،۴ ترمنځ وه او په دې ترتیب سره د اروپا په کچه یې د ماشوم زیږونې تر ټولو ټيټه کچه درلوده.

د ۲۰۱۵ تر ۲۰۲۱م کاله پورې په دې شمیر کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته شو او په دې ترتیب سره دغه شمیرې له ۱،۵ تر ۱،۶ پورې لوړې شوې.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب