1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څو تنه افغان مهاجر موریا کمپ ته په اور اچولو تورن دي

۱۳۹۹ شهریور ۲۷, پنجشنبه

۶ تنه افغان مهاجر د یونان لیسبوس جزیرې د موریا کمپ ته په اور اچولو تورن شوي دي. له دوی څخه څلور تنه به يې د راتلونکې شنبه ورځ محکمه کي حاضر شي. په موريا کمپ کې دې اور لگيدنې د کمپ ټول دولس زره مهاجر بې سرپناه کړل.

https://p.dw.com/p/3ic84
Griechenland Lesbos | Lager Moria neue Brände
انځور: AFP

یونانۍ ورځپاڼي، کاتیمیریني نن پنجشنبه(د سپټمبر میاشتي ۱۷ مه) رپوټ ورکړی دی، چي د لیسبوس جزیرې لویي څارانوالۍ پر دغو ۴ ځوانو افغانانو باندي د یوه جنايي سازمان د جوړولو او قصدي اوراچوني تور لګولی دی. د رپوټ پراساس دغه د ۱۹ او ۲۰ کالونو ترمنځ سن لرونکي ځوانان د تیري سه شنبه په ورځ په دغه جزیره کي ونیول سول.

دوه نور افغانان، چي نابالغه او ۱۷ کلن وهو، کمپ ته تر اوراچولو وروسته د نابالغه کسانو د یوه لوی ګروپ سره یوځای د کمپ څخه وایستل سول او د یونان شمال ته انتقال سول. هلته بیا دوی بیرته ونیول سول. هغوی به بیا د راتلونکي دوشنبه په ورځ د محکمې په مخکي راحاضر او لومړني تحقیقات به ورڅخه پیل سي.

د لیسبوس جزیرې د موریا کمپ تیره اوونی په یوه سخت اور کي کاملأ تخریب او ونړول سو. په کمپ کي تر ناکراریو وروسته په عین حال کي په څو ځایونو کي اور ولګیدی چي د سختو بادونو په دلیل وروسته ډیر پراخ سو. د یونان حکومت تر هغه وروسته سمدستي د مهاجرینو له خوا د اور اچولو څخه خبره وکړه.

یوناني رسنیو بیا یوه ویدیو ښکاره کړه، چي ګواکي اوراچونکي د عمل پر وخت ښکاره کوي. ددغي اورلګیدني په سبب د موریا کمپ ټوله ۱۲۰۰۰ اوسیدونکي بې سرپناه سول، چي ډیری یې تراوسه پوري لاهم تر شنه اسمان لاندي شپې تیروي.