1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

څه شی د ويښتانو د ژر سپينيدو سبب کیږي؟

۱۳۹۸ بهمن ۳, پنجشنبه

د هارورد پوهنتون څیړونکو په دې اړه شواهد وړاندې کړي دي چې پاريدلي سمپاتيک عصب يعني ذهني فشار هغه حجرې زيانموي چې د بدن او جلد رنگ ټاکي. خو نور علتونه او مواد هم شته چې ويښتان تر وخت مخکې سپينوي.

https://p.dw.com/p/3WiNq
Mann mit grauen Haaren
انځور: Colourbox/P.S.O´Carroll

ويل کيږي کله چې د فرانسې د انقلاب پر وخت ملکه ماري انتوانت ونيول شوه نو ويښتان یې په يوه شپه کې سپین شول. همدا شان مشهور آلمانی مفکر، ليکوال او شاعر کارل مارکس هم د خپل اته کلن زوی مرگ دومره دردولی وو چې په يوه شپه کې ويښتان سپين شوي ول.

تر ډېره دا ډول کيسې يوازې د افسانو برخه ښکاريدې. ساينسپوهانو ويل چې د ويښتانو سپينيدل د زړښت يوه طبيعي پروسه ده چې باندني فکتورونه پرې ډېر لږ اغیز لري.

خو اوس د هارورد پوهنتون ساينسپوهانو موندلې ده چې دا پروسه په اصل څرنگه پر مخ ځي. دا چې ذهني فشار پر ټول بدن اغیز لري، ساينسپوهانو بايد لومړی دا خبره احاطه کړې وای او دا چې د بدن کوم سیسم د عصبي فشار او ويښتانو د رنگ له پاره مسئوليت لري.

څيړونکي په پای کې دې نتیجې ته ورسیدل چې سمپاتيک عصبی سیسټم د بدن د مبارزې او يا تيښتې د غبرگون له پاره مسئول دی. هغوی معلومه کړه چې دا عصب د فشار پر وخت د نورآدرنالين په نوم مواد خارجوي چې د نزدې پرتو هغو حجرو له خوا جذبيږي چې د بدن او ويښتانو د رنگ له پاره مسئولې دي. نورآدرنالين او نورپي نفرين د بدن خپل مواد دي چې د فشار د هارهون او اعصابو پر فعاليت اغیز لري.

نورآدرنالين د ويښتانو د سپيندو سبب کیږي؟

د نيچر په مجله کې په خپره شوې څېړنه کې ويل شوي دي چې د دغه موادو په زياته اندازه اخراج د دې سبب کيږي چې د حجرو د رنگ د توليد زېرمې ژر وچې شي. دا کار په دوامداره توگه د ويښتو په سټو کې رنگ جوړونکې حجرې زيانموي.

د دې څيړنې يوه ليکواله بنگ څهانگ وايي: «سخت عصبي فشار، په ځانگړي توگه د مبارزې یا د تيښتې غبرگون ته د يوه ژوی د ژوندي پاتیدو له پاره د يوه چانس په سترگه کتل کیږي. خو په دې مورد کې سخت فشار حجرو ته د دايمي زيان رسیدو سبب کيږي.»

خو عصبي فشار یې یوازنی علت نه دی

ويښتان د حجرو له څوو قشرونو څخه جوړ دي. د ويښتو په ريښو کې د غوړو د غدو ترڅنگ کوچني رگونه او رنگ جوړونکي حجرې هم شته. دا د میلانين په نوم مواد توليدوي چې د ويښته په قشرونو کې ذخيره کيږي او ويښتو ته رنگ ورکوي.

د سن په زياتېدو سره د میلانين توليد هم وار په واره کمیږي، ځکه د ويښتانو د دې رنگ د توليدولو له پاره بدن امينو اسيد تیروسين ته اړتيا لري. کله چې دغه مواد نه وي نور اړوندې حجرې کم رنگ توليدوي. د ويښتو د توليد پر وخت په دې توگه هغه ځایونه چې رنگ پکې نه وي، په هوا ډکيږي او په دې توگه سپين ويښتان ټوکيږي.

سپين شوي ويښتان بیرته نه توريږي؟

کله چې ويښتان د سن په زياتېدو سره سپين شي نو سړی کولی شي په مصنوعي رنگ یې تور کړي. خو که ويښتان د ناروغتيا، خفگان او د غیرو صيحي خوړو له کبله سپين شوي وي، نو بيا یې بيرته خپل پخواني رنگ ته د ستنېدو هیله شته.

په ځانگړي توگه نباتي او هغه خواړه چې اسيد پکې شامل نه وي بدن ته مهم ويتامينونه او نور منرالونه ورکوي او ښايي مرسته وکړي چې ويښتان بيرته خپل اصلي رنگ واخلي. سره واین چاکليت او د توتانو يو ډول هم مرسته کولی شي.

په يوه شپه کې ويښتان نه سپيږي

په يوه شپه کې د ماري انتوانت او کارل مارکس د ويښتو سپينيدل په رښتيا هم چې يوازې يوه افسانه ده، ځکه د ويښتو د سټو دغه رنگ ناڅاپي نه ورکيږي. بلکې د وخت په تیریدو سره رنگ د ويښتو برخه نه گرځي او سپين ويښتان را ټوکيږي.

ويښتان په مياشت کې يوزاې يو سانتي ميتر اوږديږي يعني دا يوه ډېره کرار پروسه ده. سخت عصبي او يا جسمي فشار بيا د ويښتو د توېدو باعث کيږي. د دې پر ځای نوي ويښتان راشنه کيږي خو د رنگه موادو د نه شتون له کبله سپين وي.

Alexander Freund