1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ټاکنو د لومړي پړاو نیمگړتیاوې باید تکرار نه شي»

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ خرداد ۱۴, چهارشنبه

د حمل د میاشتې د ۱۶ نیټې د ټاکنو په اړه انديښنې موجودې دي چې له جدي نیمگړتیاوو، درغلیو او سرغړونو سره مل وې. څارونکي بنسټونه وایي هغه غلطۍ چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې تر سره شوي دي باید په دویم پړاو کې تکرار نه شي.

https://p.dw.com/p/1CBr8
انځور: DW/H.Sirat

د رایې پاڼو خلاصیدل، په ټاکنو کې د غیر مسوولو وسله والو کسانو مداخله، د نوماندانو په گټه په درغلیو کې د کمیسیون د کارکوونکو لاس لرل او د رایې اچونو د مرکزونو د باندې د رایو د صندوقونو ډکیدل هغه سرغړونې دي چې د ټاکنو د بهیر د څارنې بنسټونه یې په دویم پړاو کې پر مخنیوي ټینگار کوي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ «فیفا» اجرائیویي رئیس یوسف رشید، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې پر دغو سرغړونو سربیره په دواړو کمیسیونو کې له تخنیکي لحاظه هم ډیرې نیمگړتیاوې موجودې وې: «د شکایت ورکولو د فورمې په برخه کې اړین پوهاوی رعایت شوی نه دی. موږ د ټاکنیزو شکایاتو د کمیسیون د تخنیکي ظرفیتونو د ښه والي په برخه کې هم وړاندیزونه کړي دي.»

په همدې حال کې ټاکنیزو کمیسیونونو ویلي دي چې د حمل د میاشتې پر ۱۶مه نیټه د تر سره شویو ټاکنو له تجربې څخه په گټې اخیستو سره، هڅه کوي چې د جوزا د میاشتې د ۲۴ نیټې ټاکنې له لا ډیر روڼوالي سره تر سره شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې د دویم پړاو ټاکنو له پاره ۱۵ میلیونه رایې پاڼې چمتو شوي دي ترڅو د رایې پاڼو د کمیدو ستونزه یو ځل بیا تکرار نه شي. دغه کمیسیون خپل له ۵۰۰۰ څخه زیات کارکوونکي د ټاکنو په لومړي پړاو کې په درغلۍ کې د لاس لرلو له کبله له دندې گوښه کړي دي او اوس یې نوي کارکوونکي پر دندو گومارلي دي.

فیفا وایي چې د ټاکنو د کمیسیون د کار په برخه کې هم نیمگړتیاوې موجودي دي. ښاغلي رشید وویل چې د ټاکنو کمیسیون باید ټاکنیز مسایل له خلکو نه وای پټ کړي.

د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ نوموړي چارواکي د ټاکنیزو شکایاتو د کمیسیون د شکایتونو د څیړولو علنۍ غونډې وستایلې، خو ویې ویل چې د ده په باور د انتخاباتي شکایتونو په اړه پریکړې باید د تړلو دروازو تر شا نه وای شوي ځکه د هغه په خبره دا موضوع د ټاکنیزو شکایتونو پر پریکړو باندې شکونه ډیروي: «د دې له پاره چې دغه شک او تردید له منځه یوړل شي دغه بهیر باید بشپړ شي او هر څه علني اوسي.»

د خلکو غوښتنې

په عین وخت کې د کابل ښار اوسیدونکي وایي چې ټاکنې باید رڼې وي او ولسمشر باید د خلکو په پاکو رایو وټاکل شي.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکی روف وایي: «د ټاکنو په دویم پړاو کې باید صندوقونه [د درغلیو له لارې] ډک نه شي او رایې پاڼې باید کمې نه شي ترڅو معلومه شي چې د کوم نوماند رایې ډیري دي. له دواړو نوماندانو څخه چې هر یو بریالی کیږي فرق نه کوي. موږ غواړو چې افغانستان جوړ شي.»

د حمید په نوم د کابل ښار یو بل اوسیدونکی وایي چې امنیتي ځواکونه او دولتي کارکوونکي په ټاکنو کې د لاسوهنې پر ځای باید د خلکو امنیټ ټینگ کړي ترڅو خلک په آرامه فضا کې رایې ورکړي او افغانستان له اوسني وضعیت څخه وژغورل شي: «له دولتي ارگانونو څخه غواړو چې په ټاکنو کې مداخله و نه کړي. هغوی باید امنیت ټینگ کړي ترڅو خلک د رایو د صندوقونو پر لور ولاړ شي او افغانستان آباد شي.»

خو د ایمل په نوم د کابل ښار یو اوسیدونکی وایي چې که چیرې امنیتي ځواکونه او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کار کوونکي درغلۍ و نه کړي، خلک درغلۍ نه کوي: «خلک تقلب نه شي کولای. که چیرې هغه کسان درغلۍ و نه کړي چې د انتخاباتو مسوولین دي.»

په عین حال کې د ټاکنو کمیسیون ویلي دي چې د ټاکنو په دویم پړاو کې به څارنه جدي وي او په ټاکنو به د درغلیو امکانات ډیر محدود کړای شي.