1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوي ائتلاف په جوړولو سره حکومت ته ګواښونه کړي

۱۳۹۷ مرداد ۴, پنجشنبه

په افغانستان کې د ځينو سیاسي ګوندونو مشرانو د افغانستان د ژغورنې له پاره یو بل ستر ائتلاف رامنځ ته کړ او په افغانستان کې د اوسنیو ستونزو او نا کراریو مسئولیت د ولسمشر غني د حکومت پر اوږو ور واچاوه.

https://p.dw.com/p/3282J
Berlin Konferenz über die Zukunft Afghanistans
انځور: Reuters

د افغانستان د حکومت یو شمیر برحاله څیرو لکه د ولسمشر لومړي مرستیال او د جنبش ملي ګوند رهبر جنرال دوستم، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند رهبر صلاح الدین رباني، د وحدت ګوند مشر او د اجرائیه رئیس دوهم مرستیال محمد محقق د «افغانستان د ستر ملي ائتلاف» غړي دي.

د ائتلاف د مشرتابه په غړو کې د هیواد ډيري نوري پخوانۍ څیرې لکه د بلخ ولایت پخوانی والي او جمعیت ګوند اجرائیه رئیس استاد عطا محمد نور، د حامد کرزي د حکومت د اوبو او بریښنا وزیر او د جمعیت ګوند د مشرتابه غړی محمد اسمعیل خان، احمد ضیا مسعود او ځيني نور جهاديان د دې ائتلاف غړي دي.

د جمیعت اسلامي، جنبش اسلامي، ملي وحدت، د افغانستان نوین ملي جبهه، د افغانستان د خلکو محور، د پخواني ولسمشر حامد کرزي استازي، ښاغلي کرزي ته نېږدې څېرې او د هېواد ځينې نورو سیاسي څېرو د دغه ایتلاف د موجودیت د اعلان په غونډه کې حضور درلود.

د ائتلاف د جوړیدو پر مهال د بلخ ولایت پخواني والي او د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس پر حکومت باندې تند انتقادونه وکړل او ویې ویل چې افغانستان د نسکوریدو په حال کې دی او که چیري حکومت په دې برخه کې په رغنده اقداماتو لاس پورې نه کړي نو، لیرې نه ده چې خلک به د لا ډیر بیلوالي لورې ته تشویق شي. نور د راتلونکو انتخاباتو د نوم لیکنې پر پروسې، له امنیتي ځواکونو څخه د ناوړه استفادې او پر یوناما هم نیوکې وکړې.

Afghanistan Kabul Vizepräsident Abdul Raschid Dostum
انځور: REUTERS

نوي ائتلاف د خپل شتون د اعلان پرمهال وویل چې ډیر ژر به خپله تګلاره د افغانستان خلکو ته روښانه کړي او په دې برخه کې به له نورو سیاسي ګوندونو سره هم ګډې هڅې وکړي.

ارګ بیا د نوي سیاسي ائتلاف د رامنځته کیدو په غبرګون کې یوه اعلامیه خپره کړې. د ارګ په اعلامیه کې د هرې داسې هڅې ستاینه شوې چې د هیواد له پاره ښې طرحې ولري. اعلامیه په دې هکله وايي: د ملي یووالي حکومت د سیاسي ګوندونو، ائتلافونو او د مدني ټولني د فعالانو د برنامو، وړاندیزونو او طرحو چې د هيواد د نافذه قوانینو او زموږ د خلکو له هیلو سره په مطابقت کې وي، هرکلی کوي.»

په اعلامیه کې همدا راز راغلي دي چې حکومت په روانو شرایطو کې چې سوله او ټاکنې ورته د دوو ملي لومړیتوبونو په توګه دي، د حکومت او د فعالو سیاسي جریانونو ترمنځ د ګډ بحث موضوع ته درناوی کوي او په دې باور دی چې د سیاسي ګوندونو او شخصیتونو ګټورې طرحې او رغنده لیدلوري خلکو او له حکومت سره په دې برخو کې مرسته وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼې د اعلامیې په یوه بله برخه کې راغلي دي چې موږ د سیاسي پراختیا په ډګر کې حوصلې، پراخ نظر او په هوار میدان کې مثبت رقابت ته اړتیا لرو او د افغانستان خلک به د ټاکنو په موضوع کې د ټولو په اړه قضاوت وکړي او له دغه قضاوت څخه به ټول زده کړه وکړي.