1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځوانان د اسلام په هکله منفی نظر لري

۱۳۹۷ خرداد ۱۷, پنجشنبه

ځوانان که څه هم يوې نوي پديدې ته خوشحاله وي، خو ځيني وخت بيا د کليشه يي خبرو تر اغېزې لاندي راځي. يوه نوې پلټنه ښيي چي په ځوانانو کي د اسلام په هکله منفي نظر ډير پراخ سوی . خو د پلټني ليکوالان بيا ددې خبري برعکس ثابتوي.

https://p.dw.com/p/2z4uX
Deutschland, Berlin: Markt am Maybachufer am in Neukoelln
انځور: Imago/Revierfoto

په خاص ډول ځوانان داسي فکر کوي چي مسلماني ښځي تل د خپلو مړونو تر فشار لاندي دي. هغوی په عمومي ډول داسي نظر لري چي ډيري مسلمانان له زورزياتي څخه کار اخلي او اسلامپاله دي.

د نوموړي تحقيقاتي پروژې مشري او د اسلامي چارو کارپوهي، لميا کادور د دويچه ويلي سره په مرکه کي ويلي چي د اسلام په هکله د ځوانانو منفي نظر له هغه سره مطابقت لري چي په عام محضر او رسنيو کي ورباندي بحث کيږي.

هغه ځوانان چي د ۲۰۰۱م کال په شاوخواکي زيږيدلي دي، هغوی نه سي کولاي د اسلام په هکله ځانگړو تصوراتو څخه ليري پاته سي.

د «مرکاتور» د بڼسټ په سپارښتنه کومه پلټنه چي د ديوسبورگ ـ ايسن د پوهنتون له خوا ترسره سوې ده، په هغې کي پلټونکو د نورد راين ويستفالن ايالت له ۲۰ زده کوونکو سره دقيقي او هراړخيزي مرکې کړي دي چي پکښې شاوخوا ۸۰۰ داسي نظرونه وه چي له اسلام سره يې دښمني ښودله.

په دغه پلټنه کي د مسلمانانو د جنسيت، عبادت کولو او له مدنيت څخه د مسلمانانو د ليري والي په هکله موضوعگاني تر بحث لاندي نيول سوي وې.

کارپوهانو همدارنگه دا پلټنه هم وکړه چي ولي ځوانان د اسلام په هکله منفي نظر لري. دا په دې معني چي دا موضوع څومره د هغوی له شخصي تجربو سره اړه لري.

لميا کادور دوې نمونې وړاندي کوي. يوه نمونه يې د استازيتوب په هکله ده. يعني داچي د ځوانانو له ډلې څخه يو کس د  ټولو مسلمانانو او يا هم اسلام نمايندگي کوي. له همدې کبله دغه دښمني هم د نوموړي شخص د خوی او خواص له امله راپيدا کيږي.

Lamya Kaddor
لمیا کادور ، اسلامپوههانځور: picture alliance/dpa/B. Marks

دوهمه نمونه بيا «عمومي تصور» دی، دا په دې معني چي ځوانان د خپلو کورنيو د تصور تر اغيزي لاندي راځي، د مثال په ډول که د هغوی په کورنۍ يا شاوخوا کي کوم څوک د منځني ختيځ په شخړو کي دخيل وي او خپل نظر او تجربې د کورنۍ نورو غړو ته بيان کړي.

خو د اسلام په هکله نظر کله کله هم بدلون مومي، په خاص ډول کله چي يو څوک د خپلو شخصي تجربو او عمومي نظر ترمنځ توپير احساس کړي. لميا کادور وايي چي «د مثال په توگه يو نظر داسي هم وو چي پوړنی د ښځو له پاره د فشار راوستلو په معنی دی، خو زما هم صنفي بيا هغه په خپله خوښه پر سر کوي».

د کادور په نظر اسلام داسي يو چوکاټ دی چي زياتره وخت د دښمن په سترگه ورته کتل کيږي، په داسي حال کي چي ځوانان کولای سي هغه تفکيک او تجربه کړي. د هغې په خبره په دې هکله بايد اجتماعي او سياسي زده کړي پيل سي. او موږ بايد دغه ډول قابليت لا پسې غښتلي کړو.

Symbolbild Integration
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert

دغه پلټنه له دې کبله په نورد راين وستفالين ايالت کي سوې ده چي هلته ډير کلتورونه او مذهبونه په گډه ژوند سره کوي.

د پلټني د ليکوونکو په خبره دلته ډير مسلمانان اوسيږي او د ځوانانو له پاره هم د ديني فرايضو ادا کول د هغوی د ټولنيز ژوندانه يوه برخه او عادي خبره گرځيدلې ده.

د هغوی هدف دادی چي په مکتبونو کي د زده کړو له پاره يوه مسوده جوړه کړي. له همدې کبله دا خبره ورته جالبه ده چي څنگه د ځوانانو په منځ کي د اسلام په هکله منفي تصور رامنځته سوی دی. په داسي حال کي چي له مسلمانانو سره اړيکي د هغوی د ورځني ژوند او فردي ژوند يوه برخه گرځيدلې ده.

په دوهم قدم کي بيا دغه کارپوهان غواړي په دې هکله پلټنه وکړي چي د ځوانانو په منځ کي د اسلام په هکله منفي تصور څومره پراخ دی.

په پاي کي هغوی غواړي چي ښوونکو ته لارښوونه وکړي چي له دې موضوع سره څه ډول چلند وکړي.

لميا کادور ټينگار کوي چي د اسلام په هکله پوهاوی ډير مهم دی. په خاص ډول چي په آلماني رسنيو کي ورباندي تل تاوده بحثونه روان وي. ډيری کسان پرته له دې چي په دې هکله ژور فکر وکړي، د اسلام په هکله منفي نظر ښکاره کوي.

د کادور په خبره د ځوانانو په منځ کي پوهاوی ډير مهم دی دا ځکه چي دغه اسلام دښمنه تصور لا د هغوی په مغزو کي په دايمي ډول نه دی ثبت سوی.