1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځايي اوسېدونکي: د پاکستان له اړخه توغندي راځي

۱۳۹۵ بهمن ۲۹, جمعه

د ننګرهار د لالپوري ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې له تيرې شپې راهیسې د پاکستان له اړخه د یادي ولسوالۍ پر رینا، پارچاو او مچ مېږي سیمو توغنديي بریدونه پیل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2Xk1D
Afghanistan Kunduz Armee vs Taliban Gefechte
انځور: picture-alliance/epa/J. Karger

د لالپورې ولسوالۍ یوه قومي مشر د نوم نه ښودلو په شرط په ننگرهار کي د دويچه ويله خبريال ته ويلي دي چې د توپونو دغه بریدونه اوس هم روان دي.

هغه ويلي دي: «د توغنديو د بریدونو له امله تر اوسه زياتي کورنۍ خوندي سیمو ته کډه شوي دي.» له دغو بریدونو تر اوسه د مرګ ژوبلي راپور نه دي ورکړل شوي.

له خوا په ختیځ کې د سرحدي لوا قومندان محمد ایوب حسین خیل دویچه ويله ته د دغو بریدونو پخلی وکړ، خو زیاته یې کړه چې پاکستانیو ځواکونو په دغو سیمو کې عملیات پیل کړي دي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه پوري په دې اړه څه ويلي نه دي.

ځايي اوسېدونکي په داسي حال کې د توغندويي بریدونو ادعا کوي، چې له تيري شپې راهیسې پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تورخم بندر هم د مسافرو پرمخ تړلی دی.

د سرحدي لوا قومندان محمد ایوب حسین خیل وايي چی دوی له پاکستاني لوري سره په دې اړه خپلي لومړۍ خبري پیل کړي، خو لا د دروازې د خلاصون خبره نه ده نهايي شوې.

هغه وويل چي دوی د هغو شپاړسو جنازو د راپرېښودو په اړه هم له پاکستانۍ غاړې سره خبري کړي، چې له هغه لوري هېواد ته راوړل کېدې، چې ممکن د ورځې تر پایه راپرېښودل شي.

بل پلو د کونړ په چپه درې ولسوالۍ کې نن سهار وسله والو طالبانو د عامه نظم پولیسو پر یوه پوسته جګړه کړې چې د راپورونو له مخې پکښې پنځه کسه د عامه نظم سرتیري وژل شوي، یو ورک دی او بل هم ټپي شوی دی.

یوې ځايي سرچینې دويچه ويله ته وویل چې په دغه جګړه کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ ټپيان دي چې جسدونه یې د جګړې پر ډګر پاته شوي دي.

دغه نښته د چپې درې ولسوالۍ په خټو نومي سیمه کې نن سهار څلور بجې شوې. وسله والو طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.