1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځايي اوسیدونکو په غچ اخیستنه کې کابو ۳۰۰ تمساح ګاني وژلي

۱۳۹۷ تیر ۲۶, سه‌شنبه

په اندونیزیا کې له هغه وروسته چې یوې تمساح یو کس وواژه ځایي اوسیدونکو د تمساح ګانو پر یوه فارم باندې برید وکړ او په غچ اخیستنه کې یې نزدې ۳۰۰ تمساح گاني وژلي دي.

https://p.dw.com/p/31a4e
Krokodile Indonesien
انځور: Reuters/Antara Foto

د اندونیزیا په پاپوا نومه ولایت کې د شنبې په ورځ یو ۴۵ کلن کس د تمساح ګانو فارم، ته څیرمه واښه ریبل چې تمساح پرې حمله وکړه او د سوګیټو په نوم دغه ځایي اوسیدونکي یې وواژه.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ په حواله د دغه کس د ښخولو پر مهال د هغه راټول شويو خپلوانو او نورو ځایي اوسیدونکو د هستوګنې سیمې ته څیرمه جوړ شوي د تمساح ګانو فارم پر ضد مظاهره وکړه او د پولیسو د امریت پر لور وخوځیدل.

د چارواکو په وینا د فارم مالک له احتجاج کوونکو سره ژمنه وکړه چې د وژل شوي کس خپلوانو ته به تاوان ورکړي. خو د سوګیټو خپلوانو د تاوان له اخیستلو انکار وکړ او تر هغې وروسته له چړو او تبرګیو سره د فارم پر لور روان شول.

د پولیسو په وینا پر فارم باندې د هجوم وړونکو کسانو شمیر په سلونو وو، چې د پولیسو د کم شمیر له کبله یې مخنیوی شونی نه وو. قهریدلو احتجاج کوونکو ۲۹۲ تمساح ګانې ووژلي چې پکښې له څلور انچه نویو زیږیدلو تمساح ګانو څخه تر دوو مترو پورې اوږدې تمساح ګانې شاملې وې.

د پاپوا ولایت د سورونګ سیمې د ځایي پولیسو مشر له نوموړي خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې په اندونیزیا کې د تمساح ګانو پر ښکار باندې بندیز دی، نو له دې کبله د برید کوونکو پر وړاندې د عریضې د ثبتیدو له پاره تحقیقات پیل شوي دي.

تر دې مخکې په یوې بله پیښه کې د روان میلادي کال په مارچ میاشتې کې د اندونیزیا په بورنیو ټاپو کې د یوه کس تر وژل کیدو وروسته ځایي اوسیدونکو یوه دوه متره اوږده تمساح په ډزو وژلې وه. دوه کاله ترمخه یو روسی سیلاني هم د تمساح ښکار شوی وو.

زموږ له آرشیف څخه: