1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځانمرگي برید په کندهار کې پنځه تنه ووژل

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ شهریور ۹, شنبه

یو ځانمرگي برید کوونکي په کندهار ولایت کې یوه بانک ته نزدې خپل ځان وچاوه او پنځه کسان یې ووژل. په پېښه کې وژل شوي ډیر شمیر کسان ملکي وگړي دي. د چاودنې له کبله د بانک ودانۍ ته هم سخت تاوان اوښتی دی.

https://p.dw.com/p/19ZQK
انځور: picture alliance/AP Photo

لا تر اوسه پورې کومي ډلې د شنبې د ورځې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې. خو په وروستیو وختونو کې طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د کندهار ولایت ویاند جاوید فیصل، ویلي وو چې برید کوونکي په یوه موټر کې ناست وو. د هغه په خبره چاودنه هغه وخت رامنځ ته شوه چې امنیتي ځواکونو د موټر د تلاشي کولو هڅې وکړې. خو نوي معلومات ښيي چې برید کوونکی پیاده روان وو. د چاودنې له کبله د «نوي کابل بانک» پر سیمه ییز دفتر سربیره په سیمه کې نور پلورنځایونه هم یو څه ویجاړ شوي دي.

د کندهار له عامه روغتون څخه ډاکټر محمد ولي، د اسوشیتد خبري آژانس ته ویلي دي چې تر اوسه پورې دغه روغتون ته لږ تر لږه د پنځو کسانو مړي راوړل شوي دي. ښاغلي محمد ولي زیاته کړې ده چې په پېښه کې همداراز ۲۵ نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د جمعې په ورځ هم د افغانستان په شمالي ولایت کندز کې یوه چاودنه شوې وه چې په پایله کې د ارچي ولسوال او اووه تنه نور کسان وژل شوي ول. لا تر اوسه پورې د دغه برید پړه هم کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

ویل کیږي چې طالبانو ښايي د ژمې تر رارسیدو پورې خپل بریدونه په شدید ډول جاري وساتي. د ژمي له رارسیدو سره طالبان د هوا د سړیدو له کبله په خپلو بریدونو کې کموالی راولي.

اوس مهال په افغانستان کې تر ۱۰۰۰۰۰ پورې بهرني ځواکونه میشت دي، خو پلان شوې ده چې دغه ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي او د دې هیواد امنیتي مسوولیتونه پخپله افغانان ته وسپاري. له دې کبله چې په وروستیو وختونو کې افغان امنیتي ځوکونو د افغانستان د ډیرو برخو امنیتي مسوولیتونه پر غاړه اخیستي دي او د پخوا په پرتله ډیر له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره په جگړه کې ښکیل دي، د هغوی تلفات هم ډیر شوي دي.

په روانه اوونۍ کي ډیر شمیر افغان امنیتي ځواکونه هم د بیلابیلو پېښو په پایله کې وژل شوي دي. په روانه اوونۍ کې په فراه ولایت کې ۱۵ او په غزني کې څلور تنه امنیتي ځواکونه د افغان حکومت د وسله واله مخالفینو د کمینونو په پایله کې ووژل شول. پر دې سربیره په هلمند ولایت کې هم د بهرنیو ځواکونو پر یوه کمپ باندي برید وشو چې پایله کې یې څو تنه افغان امنیتي ځواکونه ووژل شول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب