1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
رسنۍ

پیتر لیمبورګ یو ځل بیا د دویچه ویله مشر وټاکل شو

۱۳۹۷ مهر ۷, شنبه

پیتر لیمبورګ یو ځل بیا د دویچه ویله د عمومي مشر په توګه وټاکل شو. له دې سره به هغه د شپږو راتلونکو کلونو له پاره د دې رسنۍ مشري پر غاړه ولري. لیمبورګ په دویچه ویله کې د نوښتونو راوستلو له پاره ستایل کیږي.

https://p.dw.com/p/35en3
DW-Intendant Peter Limbourg
انځور: DW/M. Magunia

د دویچه ویله د نشراتو بورد د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر میاشتې پر ۲۸مه نیټه) د رای اچوونې په لومړي بهیر کې پیتر لیمبورګ د شپږو نورو کلونو له پاره د دغې رسنیز سازمان د مشر په توګه وټاکه. هغه د لومړي ځل له پاره د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر میاشتې په لومړۍ نیټه د دویچه ویله د مشر په توګه ټاکل شوی وو.

د دویچه ویله د نشراتو د بورد مشر او د آلمان د کاتولیک اسقفو د کنفرانس کمیشنر کارل جستن، په تیرو کلونو کې د لیمبورګ د لاس ته راوړنو ستاینه وکړه.

هغه وویل: «د عمومي مشر په توګه په خپله لومړۍ کاري دوه کې، پیتر لیمبورګ پریکړنده بدلونونه راوستل او ډیر اړین نوښتونه یې رامنځ ته کړل چې په نړیوالې سیالي کې د دویچه ویله راتلونکې تضمین کړي. د آلمان نړیواله رسنه اوس تر بل هر وخت په ښه موقعیت کې دی او د ډیر ژورنالیستیک ارزښت یې ترلاسه کړی دی. د نشراتو بورد خوشحاله دی چې له لیمبورګ په دې بریالي سفر کې پر مخ ولاړ شي.»

د دویچه ویله مشر پیتر لیمبورګ پر هغه باندې د شوي اعتماد له کبله مننه وکړه او دا یې په راتلونکو کلونو کې نړیواله کچه د دویچه ویله د لا پرمختګ له پاره اساس وبله. لیمبورګ همداراز د دویچه ویله له مدیرانو او کارکوونکو څخه په دې دوره کې د بریالۍ همکارۍ له کبله مننه وکړه.

نړیواله تجربه

له دویچه ویله سره تر همکاري مخکې لیمبورګ په پخواني ځتیځ آلمان کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه بیا په ۱۹۹۰ کال کې په بروکسل کې د SAT.1 خبریال شو.

په ۱۹۹۶ کال کې لیمبورګ په بن ښار کې د «پرو سیبن» د ستیدیو مشر شو. هغه بیا په ۱۹۹۹ کال کې د N29 له بنسټ ایښودونکو څخه وو او بیا د دې رسنې د مدیر مسئولانو څخه شو. له ۲۰۰۸ کال څخه بیا تر ۲۰۱۰ کال پورې لیمبورګ د دې رسنۍ یوازینی مدیر مسئول شو. له N29 تر وتلو وروسته لیمبورګ یو ځل بیا په پرو سیبن او SAT.1 کې کار پیل کړ. په ۲۰۰۸ کال څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې هغه همداراز د SAT.1 د نطاقانو مشر هم وو.

لیمبورګ په ۱۹۶۰ کال کې په بن ښار کې زیږدلی او په روم، پاریس، اتن او بروکسل کې لوی شوی دی. هغه واده کړی او درې ماشومان لري.