1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پښتونخوا: د ښوونځي پر نجونو د چادري مکلفيت بيرته لغوه شو

۱۳۹۸ شهریور ۲۶, سه‌شنبه

د خيبر پښتونخوا ايالتي چارواکو د ښوونځي د نجونو له پاره د چادري يا ټول بدن پټولو مکلفيت بېرته لغوه کړی دی. دا گام په ټولنیزو رسنيو کې د مدني ټولنو د فعالانو د احتجاج او مقاومت په نتيجه کې پورته کړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3PjU1
Pakistan Arbeitende Frauen
انځور: DW/I. Jabeen

د خيبر پښتونخوا ایالتي حکومت د دوشنبې په ورځ امر کړی وو چې د ښوونځي نجونې مکلفې دي چې چادري واغوندي او ټول بدن پټ کړي. د تعليم ايالتي وزير ضياء الله بنگښ د سه شنبې په ورځ د دې امر تر لغوه کولو د مخه ويلي ول چې دا پريکړه یې له ځورنې څخه د نجونو د ساتنې په موخه کړې ده.

هغه د چادري د مکلفيت څخه د دفاع په توگه ويلي ول: «موږ غواړو نجونې ځان خوندي احساس کړي او مېندې پلرونه هم ډاډه و اوسي.»

خو د بشري حقونو فعالانو، د مدني ټولنې غړيو او ټولنیزو رسنيو کارونکو دغه پريکړه د خلکو ځورول او د طالبانو د واکمنې ياداښت بللې وه.

د خيبر پښتونخوا ایالت ځينې سیمې څو کاله تر مخه د پاکستاني طالبانو تر کنترول لاندې وې. هغوی په دې سېمو کې د نجونو په سونه ښوونځي له منځه وړي ول.

پاکستاني طالبانو همدلته د نوبل د سولې د جایزې پر گټونکې ملالې يوسفزی چې د نجونې د زده کړو له پاره هلې ځلې کوي، هغه وخت بريد کړې وو چې هغه زده کوونکې وه.

د پاکستان د صدراعظم عمران خان د تحريک انصاف گوند په خيبر پښتونخوا کې حکومت کوي.

د بشري حقونو يوه سيمه ایز فعال تيمور کمال وويل: «زه د دې امر پر بيرته اخيستلو د هوساينې احساس کوم. د چادري پرسر کولو ته به د نجونو اړ ايستل ډير بې رحمانه گام وای.»

په خيبر پښتونخوا ايالت کې دغه مکلفيت تر هغه يو څو ورځې وروسته ولگول شو چې د پاکستان په يوه پوهنتون کې چې د سمندري ځواک له خوا تمويليږي، په ټولگيو او د پوهنتون په ساحه کې د نجونو او هلکانو د جلا کولو امر شوی وو. دغه گام هم سخت انتقادونه پارولي ول.