1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پيلوسي د ترمپ د استيضاح له پاره د لومړيو پلټنو اعلان وکړ

۱۳۹۸ مهر ۳, چهارشنبه

د امريکا د استازو مجلس مشرې نينسي پيلوسي د ولسمشر دونالد ترمپ د استيضاح له پاره د لومړيو پلټنو د ترسره کولو اعلان کړې دی. ايا ترمپ په رښتيا هم له واکه ناوړه استفاده کړې ده؟ ديموکراتانو اوس تهاجمي اړخ نيولی دی.

https://p.dw.com/p/3QDMH
USA | Nancy Pelosi will Donald Trumps Amtsenthebung einleiten
انځور: Getty Images/A. Wong

د امريکا متحده ايالاتو ديموکرات گوند غواړي چې په کانگرس کې د ولسمشر دونالد ترمپ د احتمالي استيضاح له پاره رسمي پلټنې پیل کړي. د استازو د مجلس مشرې نينسي پيلوسي چې د ديموکرات گوند غړې ده، وويل چې ترمپ د اساسي قانون له مخې له خپلو مکلفيتونو سرغړونه کړې ده. هغې زياته کړه: «ولسمشر بايد ځواب ووايي، هیڅوک هم له قانونه لوړ نه دی.»

پيلوسي شک کوي چې ترمپ د اوکراين له نوي ولسمشر ولاديمير زيلنسکي سره په يوه تليفوني تماس کې د مرستې د پېسو منظوري د ديموکراتانو د ولسمشرۍ د کانديد جو بايدن د زوي په اړه د گټورو معلوماتو د ورکړې سره تړلې وه.   

د اپوزيسيون مشرې زياته کړه چې ترمپ په دې کړنې سره «خپل سوگند مات کړی» او له «ملي امنيت» سره یې خيانت کړی دی.

د پيلوسي د معلوماتو په حواله د استازو مجلس چې ديموکراتان پکښې اکثريت لري، شپږ کميسيونونه به د ترمپ د يوې احتمالي استيضاح په اړه پلټني وکړي.

د دغو پلټنو پس منظر هغه لانجمن تليفوني تماس دی چې ولسمشر ترمپ د اوکراين له ولسمشر زيلنسکي سره درلود. په دې تليفوني اړيکه کې ښايي د جو بايدن د زوی هنتر په اړه خبرې شوي وي. نوموړي له يوه اوکرايني شرکت سره کار کاوه.

په دغه شرکت کې د فساد او اختلاس پېښې رامنځته شوي وې. خو پر هنتر بايدن په دې اړه هیڅکله کوم تور نه وه پورې شوی. جو بايدن چې کله د امريکا متحده ایالاتو مرستيال ولسمشر وو، ښايي له اوکراين څخه یې غوښتنه کړي وي چې د هغه د زوی په اړه پلټنې ودروي.

ترمپ ټول تورونه ردوي

ترمپ د پيلوسي تر اعلان يو څو دقيقې وروسته دا گام د «ناوړه تعقيب» په توگه وغنده. نوموړي تويت وکړ: «په ملگرو ملتونو کې دومره مهمه ورځ، په هيواد کې مو ډېر کار شوی او ډېر ښه حالت لري او ديموکراتان غواړي دا هر څه له خاورو سره خاورې کړي.» هغه زياته کړه: «دا هر څه زموږ د هېواد له پاره ډېر بد دي.»

ترمپ پر هغه د لگول شويو تورونو په اړه تر مخه هم سخت غبرگون ښوولی او هغه یې رد کړي ول. نوموړي اعلان وکړ چې حکومت به یې د چهار شنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۵ مه) له زيلنسکي سره د تليفوني مکالمې بشپړ متن خپور کړي. هغه زياته کړه چې دغه څه به وښيي چې زما تليفوني مکالمه «بيخي مناسبه» وه.

ديموکراتان د ولسمشر د استيضاح له پاره په استازو مجلس کې اکثريت لري. که چېرې د اعلان شويو پلټنو له لارې پر ترمپ لگيدلي تورونه ثابت شي، نو د استازو مجلس پر ولسمشر رسمي تور لگولی شي.

وروستۍ پريکړه د سنا په لاس کې ده

خو د ولسمشر د برطرفه کولو صلاحيت بيا د کانگرس د بلې خوني يعني سنا مجلس په لاس کې دی. او هلته اکثريت د جمهوري غوښتونکو دی. د ولسمشر د برطرفه کولو له پاره په سنا مجلس کې هم دوه پر دريمه برخه اکثريت ته اړتيا ده.

نينسي پيلوسي تر دې وروستيو پوري د استيضاح پروسې ته ډېر د شک په سترگه کتل. په ماضي کې به هغې تل د دې پروسې سره تړل شويو هغو خطرونو او خنډونو ته اشاره کوله چې ديموکراتانو ته ترې متوجې دي.

که چیرې جمهوري غوښتونکي وتوانيږي چې په سنا مجلس کې په خپل اکثريت سره د استيضاح دغه پروسه د راتلونکو ټاکنو تر مخه ناکامه کړي نو دا به د ديموکراتانو له پاره يوه ډېره حساسه ماته وي. خو دا هم لا روښانه نه ده چې دومره پيچلې پروسه به تر ټاکنو پورې بشپړه هم شي او که نه.

BS/NZ (afp, dpa, rtr, CNN)