د سر د درد شاوخوا ۲۰۰ ډولونه موجود دي. د مثال په ډول ، د هوا په ناڅاپي توګه د سړيدو پر وخت د «مغزو يخېدل» او يا د درنو کارونو له ترسره کولو وروسته دعضلاتو د شخيدو له کبله د سر درد. همدا راز د بې خوبي او یا هم د ذوکام له کبله رامنځته سوې سر دردي هم موجوده ده. خو ميګرين يا نيم سري او د ستریس له کبله رامنځته سوې سر دردي بیا تر ټولو عامه ده. اوس پوښتنه داده چي د هغه په مقابل کې څه کولای سو؟