1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولیسو یوه لارۍ چې چلوونکی یې مړ شوی وو، څرنګه ودروله؟

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۰, جمعه

یوه لارۍ چې چلوونکی یې د جلو تر شا مړ شوی وو، د پولیسو او یوه بل زړور چلوونکي له خوا په بریالۍ توګه د آلمان په یوې لویې لارې درول شوې ده. نورو موټر چلوونکو هم د دې لارۍ په درولو کې مرسته وکړه.

https://p.dw.com/p/3IIMb
Lkw-Fahrer stirbt im Führerhaus - Polizei und Zeugen stoppen Lkw
انځور: Polizei Köln

پولیسو ویلي دي چې د یوه زړور موټر چلوونکي په مرسته یې د چهارشنبې ورځې په ماښام یوه داسې لارۍ درولې ده چې څلویښت ټنه بار یې لیږداوه خو چلوونکی یې د جلو تر شا مړ شوی وو. دغه لارۍ د آلمان پر یوه لویه لاره روانه وه.

د آلمان کولن ښار ته نزدې، پر «A1»  لویه لاره، روان موټر چلوونکي متوجه شول چې یوه لارۍ په ساعت کې په ۱۵ کلیومتره سرعت سره روانه ده او په تکرار سره د سړک د غاړې له موانعو سره لګیږي. چاروکي د دې لارۍ تر درولو وروسته متوجه شول چې ۵۴ کلن چلوونکی یې د جلو تر شا او په داسې حال کې چې موټر لا هم روان وو، مړ شوی دی.

د لارۍ تر درولو مخکې، څو تنو نورو موټر چلوونکو له پولیسو سره مرسته کړې وه چې نور له دغه وضعیته خبر کړي او د یوې احتمالي حادثې مخه ونیسي. د یوې بلې لارۍ او وړوکي موټر چلوونکو بیا هڅه کوله چې د روان موټر ښیښه ماته کړي او هغه ودروي.

تر دې وروسته پولیس سیمې ته رسیدلي دي او لومړی یې د لارۍ سرعت راکم کړ. تر هغه وروسته بیا یو بل ۴۲ کلن موټر چلوونکی د پولیسو پر موټر تر پورته کیدو وروسته، د لارۍ د ښیښې په ماتولو توانیدلی او بیا یې هغه درولې ده.

د لارۍ تر دریدو وروسته بیا روښانه شوه چې چلوونکی یې د جلو تر شا ساه ورکړې وه.

ms/ns (afp, dpa)