پولیسو په کابل کې ځانمرګی بریدګر موخې ته تر رسیدو مخکې وژلی
۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۷, دوشنبهد کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي، د دغې پیښې په هکله رسنیو ته وویل: «کله چې دغه کس د شهرنو سوداګریزې سیمې پارک ته د راتلو په حال کې وو، پولیسو ورباندې ډزې وکړې چې له امله یې د هغه له چاودیدونکو توکو ډک واسکټ وچاودید.»
پولیس وايي چې له بریدګر پرته په دې پیښه کې بل چاته زیان نه دی اوښتی او تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید مسوولیت هم نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې په تیرو اونیو کې په پلازمینه کابل کې د چاودنو او ځانمرګو بریدونو په پایله کې د ۹ خبریالانو په ګډون په لسهاوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
له هغې مودې راهیسې چې طالبانو د خپلو پسرلینو عملیاتو د پیل خبر ورکړی، د افغانستان په ټولو برخو په ځانګړې توګه په پلازمینه کابل کې بریدونو او چاودونو زور اخیستی.
په افغانستان کې جګړه معمولاً د هوا په ګرمیدو زور اخلي دا ځکه چې د ګرمۍ هوا له کبله په غرونو کې واوره ویلي کیږي او د حکومت ضد جنګیالي بیا په آسانی سره کولی چې د هیواد مختلفو سیمو ته تګ راتګ وکړي.