1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولیسو په السالوادور کې د موساک فونسکا پر شرکت هجوم ور وړی

۱۳۹۵ فروردین ۲۱, شنبه

پولیس د السالوادور هیواد په سان سالوادور ښار کې د موساک فونسکا پر شرکت ورننوتلي او د دغه شرکت یو شمیر کمپیوټرونه او اسناد یې ضبط کړي دي. د دغه شرکت له اوو تنو کارکونکو څخه پوښتنې او گرویږدنې شوي.

https://p.dw.com/p/1ISPF
انځور: picture-alliance/dpa/EFE/O. Rivera

د السوالوادور څارنوالۍ د جمعې په ماښام (د اپریل میاشتې۸) اعلان وکړ چې د دغه هیواد پولیسو د پاناما د اسنادو د افشاگرۍ په ارتباط د موساک فونسکا پر دفتر چاپه اچولې او د دغه شرکت اسناد یې تر څیړنې لاندی نیولي دي.

پولیسو په پلازمېنه سان سالوادور کې د موساک فونسکا په دفتر کې موجود ۲۰ پایې کمپیوټرونه او د دغه شرکت اسناد ضبط کړي دي. د دغه دفتر له ۷ تنو کارکونکو څخه څیړنې شوې دي، خو دوی نه دي دستگیر شوي.

د لومړنیو رپوټونو پر بنسټ د پولیسو هدف له مالیاتو څخه د دغه هیواد د اتباعو د تېښتې په هکله د اسنادو ترلاسه کول دي.

د السالوادور لوې څارنوال داگلاس ملندز، ویلي دي: «موږ به د خپلو قوانینو په چوکاټ کې بشپړ تحقیقات ترسره کړو. د ټولو هغو ادارو څخه چې له موساک فوسکا سره یې همکاري درلوده غوښتل شوي دي، چې څارنوالۍ سره دې تماس ونیسي.»

تیره اونۍ د «زود دویچه سایټنگ» آلمانۍ ورځپاڼې د زرگونو داسې ظاهري شرکتونو د موجودیت رپوټ ورکړی وو چې په نړیواله کچه لوې سیاستوال او ورزشکاران په کښې د مالیاتو څخه د تېښتې له کبله ونډه لري.

د هم دغو اسنادو په افشا کې د موساک فونسکا پانامایې شرکت نوم په تیرو څو ورځو کې د خبرونو په سرټکو کې ځای نیولې دی.

رامون فونسکا چې په پاناما کې د دغه شرکت له بنست ایښودونکو څخه دی، د خپلو تجارتي فعالیتونو څخه د انتقاد کونکو پر وړاندی دفاع کړی. هغه د شنبې په ورځ (د اپریل میاشتې ۹) د «بلډ» آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې د دغه شرکت فعالیتونه په بشپړ ډول قانوني دي او په ننۍ نړۍ کې به : «طبیعي ده چې بل څوک نه غواړي د نورو سوداگریز فعالیتونه په خپل نوم ترسره کړي.»

فونسکا وویل، په دې پوهیږي چې د دغه شرکت پر اعداد او شمیرو سایبري برید ترسره شوي دی، خو د دې له پاره چې د دغه انټرنټي برید ترسره کونکو په هکله تحقیقات په خطر کې وانه چول شي، نه شي کولې په دې هکله څه ووایې.