پوروښينکو د اوربند پلان وړاندي کړ
۱۳۹۳ شهریور ۵, چهارشنبهد سپيني روسيې په پلازمېنه مينسک کي د اوکراين جمهور رئيس پيترو پوروښينکو خپل روسي سيال ولاديمير پوتين ته لاس ورکړ. او وروسته بيا دواړه يو په يو دوه ساعته خبرو ته سره کښېناستل.
دغه خبري د اوکراين په ختيځ کي د بېلتون غوښتونکو او اوکرايني ځواکونو ترمنځ د احتمالي سولي د رامنځ ته کولو له پاره ترسره سوي دي.
تر خبرو وروسته پوروښينکو د اوکراين په ختيځ کي د اوربند يو پلان وړاندي کړ. د اوربند د څرنگوالي په اړه بايد سرحدي ځواکونه او د روسيې او اوکراين لوی درستيزان خپل کار پيل کړي. موخه دا ده چي هر څومره ژر چي کيږي يو اوربند رامنځ ته سي چي د دواړو اړخونو له خوا بايد وساتل سي.
د اوکراين جمهور رئيس زياته کړې ده چي روسي سيال پوتين په زغرده ورته ويلي دي چي، د سولي د پلان ملاتړ ئې کوي.
له پوتين سره تر ملاقات وروسته پوروښينکو په مينسک کي د خپل هيواد په سفارت کي د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو له کمېساري کاترين اشتون سره وليدل. هغه تر دغو ملاقاتونو وروسته په خپل فيسبوک پاڼه کي ليکلي دي چي د مينسک په غونډه کي ټولو سياستوالو «د اوکراين د سولي ستراتيژي» ملاتړ کړی دی.
د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين تر غونډي وروسته ژورناليستانو ته څرگنده کړه چي د سولي پلان له پيلېدو سره به روسيه د هغه بشپړ ملاتړ وکړي.
د پوتين او پوروښينکو ملاقات د روسيې په مشرۍ د «اوراسيا» اقتصادي سازمان د غونډي په څنډه کي چي په مينسک کي جوړه سوې وه تر سره سول.