1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین د جي شل په سرمشریزه کي برخه نه اخلي

۱۴۰۱ آبان ۱۹, پنجشنبه

روسیې جمهوررئیس، ولاد یمیر پوتین به شخصأ په اندونیزیا کي د جي شل په سرمشریزه کي برخه وا نه خلي.

https://p.dw.com/p/4JKBE
Russland Schüler Patriotismus Präsident Putin
انځور: Alexey Maishev/SPUTNIK/AFP via Getty Images

د اندونیزیا د پانگي اچوني وزارت یوه نماینده خبر ورکړ، چي د پوتین په عوض به بیا خارجه وزیر، سرگیې لاوروف په هغه کي برخه واخلي او د اندونیزیا د بالي جزیرې ته به سفر وکړي، چیري چي سرمشریزه دایریږي. 

د نومبر میاشتي پر ۱۵ او ۱۶ دغه سرمشریزه کي به د اجنډا اصلي موضوع پر اوکراین باندي د روسیې تهاجمي جنگ وي، چي د ناظرینو په خبره په همدې دلیل د پوتین تصمیم حیرانونکی نه دی.

د اندونیزیا جمهوررئیس، جوکو ویدودو غواړي د دغه ملاقات پر وخت د اوکراین له پاره د سولي د یوه ابتکار طرحه وړاندي کړي.