1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین او اردوغان پر کومو موضوعاتو غږیدلي؟

۱۳۹۸ شهریور ۶, چهارشنبه

ولادیمیر پوتین ویلي دي چې د روسیې او ترکیې مشران په ادلب کې د وضعیت د «عادي کولو» په پار پر اقداماتو راضي شوي دي. اردوغان د روسۍ جنګې جېټ الوتکو د رانیولو په هکله اشاره ورکړې.

https://p.dw.com/p/3OcFi
Russland Zhukovs | MAKS 2019 | Erdogan & Putin
انځور: picture-alliance/AP/M. Shipenkov

د سوریې په ادلب کې د سوریې ځواکونه د روسیې د هوايي ملاتړ له کبله د پرمختګ په حال کې دي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د سه شنبې په ورځ د یاغیانو تر کنترول لاندې ادلب ښار کې د سوریې د حکومت پر عملیاتو سختې نیوکې کړي دي او ویلې یې دي چې «دا د منلو وړنه ده» چې رژیم د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په پلمه د هوا او ځمکې له لارې د ملکیانو وژنې ته ادامه ورکړي.

له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د ملاقات پرمهال اردوغان دا هم ویلي دي چې په سیمه کې د ترکیې ځواکونه په «خطر» کې دي.

اردوغان د مسکو د باندې د روسیې د هوایې نندارې په څنډه کې په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه: «موږ نه غواړو چې دا ادامه ومومي.» د هغه په خبره ټول اړین ګامونه به واخیستل شي.

مسکو او انقرې په ادلب ولایت کې چي د یاغیانو تر تسلط لاندې دی، یو غیر پوځي زون رامنځ ته کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د سوريې ځواکونو چې د روسیې هوایي ملاتړ ورسره دی، په وروستیو اوونیو کې د یاغیانو پر وړاندې پرمختګ کړی دی. دغه سیمه چې د سوریې په شمال لویدیځ کې پرته ده د یاغیانو وروستی لوی مرکز ګنل کیږي.

پوتین د سه شنبې په ورځ په ادلب کې د وضعیت د ترینګلي کیدو په هکله اندیښنه څرګنده کړه، خو په عین وخت کې یې د ترهګرۍ پر ضد جګړې پر اړتیا باندې هم ټینګار وکړ: «ترهګرو د سوریې د حکومتي ځواکونو پر پوستو باندې بریدونو ته ادامه ورکړې او د روسیې پر پوځي تأسیساتو د بریدونو هڅه کوي.» د پوتین په خبره غیر پوځي شوی زون باید د یاغیانو له پاره د پناه ځای په توګه تبدیل نه شي.

پوتین خبریالانو ته وویل چې له خپل ترکي سیال سره د وضعیت د عادي کولو په موخه د «ګډو اقداماتو» پر سر توافق ته رسیدلی دی. د روسیې ولسمشر خبریالانو ته وویل: «موږ په دې هکله یوه توافق ته رسیدلي یو چې څرنګه د دغه موضوع د حلولو له پاره په ګډه څه کولی شو.»

خو پوتین او اردوغان د دغه اقداماتو په هکله هیڅ ډول جزئیات نه دي وړاندې کړي.

په سوریه کې پر متضادو ګټو سربیره، داسې بریښي چې پوتین او اردوغان غواړي د دغې هوایې نندارې په ترڅ کې د یووالي او صمیمت انځور وړاندې کړي او یو او بل د «خوږ دوست» په نامه سره یادوي.

د امریکا متحده ایالاتو له لوري د اف ۳۵ ډوله جنګې جېټ الوتکو د پروژې څخه د ترکیې تر ایستلو وروسته، په دغه هوایي نمایش کي د اردوغان حضور ناټو ته هم یو زیګنال دی.

امریکا د ترکیې دې پریکړې سخته په غوسه کړې وه چې له روسیې څخه د پرمختللي اس ۴۰۰ ډوله توغندیو سیستم رانیسي. امریکا متحده ایالاتو پر انقرې ډیر فشار راوړ چې د دغو توغندیو له رانیولو لاس پر سر شي.

خو ترکیه پر خپله پریکړه ټینګه پاتې شوه او له روسیې څخه د دغه سیستم لیږد هم پیل شوی دی. پوتین خبریالانو ته وویل چې ترکیې د سه شنبې په ورځ د دغه ډول توغندیو د تجهیزاتو یوه بله دسته هم تر لاسه کړې ده.

د پوتین ترکي سیال د سو ۵۷، ډوله جنګي جېټ الوتکو د رانیولو اشاره ورکړې ده. اردوغان د هوایې نندارې په ترڅ کې د سوخوی جنګي الوتکو لیدنه کوله او کله چې سو ۵۷ ډوله الوتکې ته نزدې شو نو د هغې د پلورولو په هکله یې پوښتنه وکړه. پوتین ورته په خندا ځواب ورکړ «هو تاسو یې رانیولی شئ.»

خو پوتین بیا وروسته خبریالانو ته وویل چې ده او اردوغان د سو ۳۵ ډوله الوتکو په برخه کې د همکاریو خبره کوله او «ترکی پارتنر» یې له ډیرو پروژو سره لیوالیتا ښوولې ده چې نمایش ته وړاندې شوې وې.

dj/aw sr/nz (Reuters, AP, AFP, Interfax)