1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان - سږ کال هر دریم پناه غوښتونکی د پاتیدو اجازه لري

۱۳۹۷ آبان ۲۴, پنجشنبه

د هغو پناه غوښتونکو له ډلې څخه چې سږ کال یې په آلمان کې د دوسیو په اړه پریکړې شوې، په هرو درو کې یو یې په دې هیواد کې د پاتې کیدو اجازه ترلاسه کړې. په روان کال کې تر لسو زرو ډیرو افغانانو هم په آلمان کې پناه غوښتې.

https://p.dw.com/p/38IBT
Belgien als Durchgangsland für Migranten | Muslimische Frauen mit Kind in Brüssel
انځور: picture-alliance/dpa/W. Rothermel

د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر میاشتې په ۱۵مه نیټه) د آلمان د کورنیو چارو وزارت وویل چې د روان کال له جنوري میاشتې تر اکتوبر میاشتې پورې په آلمان کې د پناه غوښتنې د ټولو ۱۸۶ زره او ۸۸۶ قضیو له ډلې څخه ۳۳،۹ سلنه پناه غوښتونکو یا محافظت ترلاسه کړی او یا یې په دې هیواد کې اقامت ترلاسه کړی.

په تیر کال کې د ټولو دوسیو له ډلې څخه شاوخوا ۴۳،۳ سلنو پناه غوښتونکو دغه راز امتیار ترلاسه کړی وو، په دې معنی چې یا یې په آلمان کې د پاتیدو اجازه ترلاسه کړې وه او یا په دې هیواد کې زغمل شوي ول او بیرته خپلو هیوادونو ته نه وو اخراج شوي. د آلمان د کورنیو چارو د وزارت د شمیرو له مخې په روان کال کې د پناه غوښتنې له ټولو قضیو څخه ۳۵ سلنه یې رد شوي دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې په دې موده کې د ۳۱،۱ سلنه پناه غوښتونکو دوسیې په یو بل ډول پای ته رسیدلي. په دې معنی چې دغو پناه غوښتونکو یا خپلې دوسیې بیرته اخیستي او یا د اروپايي ټولنې هغو هیوادونو ته استول شوي چې په کې لومړی د پناه غوښتنه کړې وه.

Deutschland Gespräch Asylsuchende mit Bundesmat für Migration und Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/F. von Erichsen

په دې شمیرو کې هغه کسان شامل نه دي چې د حقوقي شکایت په پایله کې یې د پناه غوښتنې په هکله پریکړه شوې. د معلوماتو له مخې دغه شمیرې یوازې د داسې پناه غوښتونکو په هکله دي چې په لومړي پړاو کې یې د دوسیو په هکله پریکړه شوې ده.

د آلمان د کورنیو چارو د وزارت په حواله، په اکتوبر میاشت کې شاوخوا ۱۴ زره او ۸۰۰ کسانو د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې فدرالې ادارې یا «بامف» ته د پناه غوښتنې عریضې وړاندې کړي دي. په دې ترتیب د تیرې میلادي میاشتې په پرتله دغه شمیر ۱۴،۲ سلنه لوړ دی خو د تیر کال د اکتوبر میاشتې په پرتله بیا دغه شمیر ۱۲،۹ سلنه کم دی.

د شمیرو له مخې په آلمان کې د تیر په څیر، سږ کال هم تر ټولو ډیر پناه غوښتونکې د سوریې هیواد وو. د چارواکو د معلوماتو له مخې د روان میلادي کال له پیل راهیسې، ۳۹ زره ۳۲۴ تنه سوریايي، ۱۵ زره ۳۲۳ عراقي او ۱۰ زره ۴۸۶ افغان پناه غوښتونکو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتونکو د فدرالي ادارې ویلي چې په داسې حال کې چې له دغو دریو هیوادونو څخه د پخوا په پرتله کم شمیر کسان د پناه غوښتنه کوي، خو زیاتوي چې له نایجریا، ترکیې او ایران هیوادونو د پناه غوښتونکو د دوسیو په شمیر کې لوړوالی راغلی دی.

زموږ له آرشیف څخه: