1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۲۰۱۵م کال ۶۵،۳ ملیونه انسانان مهاجر سوي

آژانسونه/ ق.ن۱۳۹۵ خرداد ۳۱, دوشنبه

په ټوله نړۍ کي د مهاجرو شمېر خپل لوړ حد ته رسېدلی: په ۲۰۱۵م کال ۶۵،۳ ميلیونه انسانان مهاجر سول، چي یو پر دریمه برخه یې تر خپل هیواد دباندي ول. ملګري ملتونو له مهاجرو سره د لږ تیاري په اړه شکایت کوي.

https://p.dw.com/p/1J9ki
Irak Flüchtlinge aus Falludscha
انځور: Getty Images/AFP/M. Al-Dulaimi

د ملګرو ملتونو د مهاجرو سازمان (UNHCR) د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چي دغه تعداد د یوکال مخکي په پرتله ۶ ميلیونه زیات وو.

د مهاجرت دليل پر نورو سربيره خصوصاً په سوريه،جنوبي سوډان، یمن، برونډی، اوکراین او یا مرکزي افریقا په جمهوریت کي رامنځته سوي شخړي. په دې کي د افغانستان او سومالیا دوامداره بحرانونه هم راځي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرو د عالي سازمان په حواله په دې ډول په نړۍ کي هر ۱۱۳ تن په تېښته کي وو. د مهاجرو دغه ټوله تعداد تقریباً د بریتانیا د نفوسو په اندازه وو. د مهاجرو نیمايي تر ۱۸ کلو لږ عمر درلود.

په عین حال کي د تیښتي لاري ورځ په ورځ خطرناکه کیږي او پر لارو باندي په مخ پر ډیریدونکي توگه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په همدې منځ کي له مهاجرو سره د شتمنو او غني هیوادونو تیاری راکمیږي او نوموړی بحران نور هم پسي ژور کیږي.