1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۲۰ کلونو کې به په آلمان کې هر دریم کس مهاجر وي

۱۳۹۸ آبان ۱۳, دوشنبه

د کارپوهانو په آند ښایي په دوو لسیزو کې د آلمان د سترو ښارونو ۷۰ سلنه اوسیدونکي د مهاجرت شا لید ولري. د هغوی په آند آلمان د خپل «اقتصاد د ثبات» له پاره دې ته اړتیا لري چې د «مختلفو ملیتونو» کسان راجلب کړي.

https://p.dw.com/p/3SQXs
Fußgänger in Berlin
انځور: picture-alliance/dpa/W. Steinberg

د مهاجرت چارو د پوهانو په آند په ۲۰۴۰ کال کې به د آلمان د نفوس ۳۵ سلنه یا د مهاجرت شالید ولري او یا خو به په خپله مهاجر وي.

هېربېرت بروکر چې د کار د بازار او مسلکي تحقیقاتي فدرال انستیتوت کې د مهاجرت د تحقیقاتي څانګې مشري پر غاړه لري د «ویلت» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې ته د دوشنبې په ورځ وویل چې آلمان به «[نفوس له اړخه] نور هم متنوع شي».

هغه وایي: «اوسمهال په آلمان کې نزدې څلورمه برخه خلک د مهاجرت شالید لري [...] په شلو کلونو کې به دا لږ تر لږه ۳۵ سلنې ته ورسیږي او په احتمالي توګه تر ۴۰ سلنې هم اوښتی شي.»

هغه په خپلو څرګندونو کې اشاره وکړه چې په ښارونو کې به دغه شمیر لوړ وي. بروکر زیاته کړې: «هغه څه چې نن موږ په سترو ښارونو کې وینو، په راتلونکو کې به د ټول هیواد په برخه کې عادي خبره وي. د فرانکفورت په څیر ښارونه به له ۶۵ سلنې څخه تر ۷۰ سلنې پورې مهاجر ولري.»

د آلمان د اقتصادي چارو پوهان وایي چې مخ پر زیاتیدونکی متنوع نفوس به په راتلونکي کې د آلمان د اقتصاد د ثبات له پاره خورا مهم وي. د کار د بازار او مسلکي تحقیقاتي فدرال انستیتوت شمیرې ښيې چې آلمان تر ۲۰۶۰م کاله پورې هر کال ۴۰۰ زره مهاجرو ته اړتیا لري چې د خپل اقتصاد د کوچني کیدو مخه ونیسي.

خو لا هم آلمان د لوړې کچې مسلکي مهاجرو د راجذبولو په برخه کې له ستونزو سره لاس او ګریوان دی. د بروکر په خبره آلمان دې ته اړتیا لري چې د نورو هیوادونو پر وړاندې ځان پرانیزي، ځکه چې د سویلي او ختیځي اروپا څخه د بشري کاري قوې راتګ مخ پر کمیدو دی.

تیره میاشت یوه خپره شوې څیړنه ښيې چې هغه ماشومان چې د مهاجرت شالید لري او په کوچینوالي کې یې د آلمان پاسپورټ اخیستی، د لوړو زده کړو له پاره لاس رسي ته ډیر فرصتونه لري.

(sr/ms (KNA, dpa

زموږ له آرشیف څخه: