1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا په یوه اونۍ کې څلور توغندي آزمایلي

۱۴۰۱ مهر ۹, شنبه

شمالي کوریا د سویلي کوریا او امریکا د ګډو پوځي مانورو په غبرګون کې یو وار بیا دوه د لنډ واټن توغندي آزمایلي دي. د سویلي کوریا د پوځ په حواله دغه ۳۵۰ کیلومتره فاصله ویشتونکي توغندي د جاپان سمندر پر لور توغول شوي دي.

https://p.dw.com/p/4Hd50
شمالي کوریا د دوو نورو بالستیک توغندیو ازموېنه هم ترسره کړه
شمالي کوریا د دوو نورو بالستیک توغندیو ازموېنه هم ترسره کړهانځور: Jeon Heon-Kyun/EPA-EFE

د یونهاپ خبري آژانس د شنبې (د اکتوبر میاشتې لومړئ نیټه) په ورځ د جنوبي کوریا د پوځ په حواله ویلي دي چې شمالي کوریا دوه نور بالستیک توغندي چې د اټکل له مخې د ۳۰ کیلومتره ارتفاع لرونکي دي، آزمایلي دي.

دوه د لنډ واټن یعنې د ۳۵۰ کیلومتره ویشتونکي ازمایل شوي توغندي د شمالي کوریا د ختیځ اوبو پر لور د جاپان سمندر ته توغول شوي دي. کارپوهان د شمالي کوریا له لورې په پرله پسې ډول د توغندیزو آزموينو ترسره کولو ته، یو تحریک کوونکی او د سویلي کوریا او امریکا د ګډو پوځي تمرینونو په غبرګون کې د اقدام په سترګه ګوري.

د توغندیو په توغولو سره د بایډن د مرستیالې هرکلی

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ لږ وروسته له هغې چې د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس له سئول څخه لاړه دوه بالستیک توغندي ازمایلي وو.

د جو بایډن مرستیالې سویلي کوریا ته د خپل سفر پر مهال په بی ساري توګه پر شمالي کوریا انتقادونه وکړل او پر پیونګ یانګ واکمن رژیم یي «په پراخه کچه د بشري حقونو تر پښو لاندې کوونکی وحشیانه دیکتاتوري» وبلله چې په وینا يي له خپلو غیر قانوني پوځي پروګرامونو سره د سیمې امنیت په خطر کې اچوي.

اړوند: کامِلا هېریس: شمالي کوریا سخته دیکتاتوره ده

شمالي کوریا سویلي کوریا ته د امریکا د مرستیالې ولسمشر میرمن هریس له رسیدو مخکې هم دوه بالستیک توغندي ازمایلي وو.

په پوځي مانورو کې د امریکا د الوتکې لیږدونکي بیړۍ ګډون

د شمالي کوریا له خوا په پرله پسې ډول د توغندیو آزموېنه له سویلي کوریا سره د امریکا متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو له څلور ورځنیو پوځي تمرینونو سره هم مهاله ترسره کیږي.

په دغو تمرینونو کې د امریکا د «یو اس اس رونالډ ریګن» الوتکې لیږدونکي بیړۍ هم ګډون درلود چې د تیرو څلورو کلونو راهیسې د سویلي کوریا اوبو ته استول شوې ده.

په سویلي کوریا کې د امریکا الوتکه لیږدونکې بیړۍ
په سویلي کوریا کې د امریکا الوتکه لیږدونکې بیړۍانځور: picture alliance/dpa/Yonhap

شمالي کوریا په وار وار پر امریکا تور لګولی دی چې له جنوبي کوریا سره په ګډو مانورو کې يې پر شمالي کوریا د پوځي برید له پاره تیاری نیولی دی. خو واشنګټن او سئول په پرله پسې ډول دغه تورونه بی بنسټه بللي دي.

په روان میلادي کال کې د شمالي کوریا له خوا د اټومي سرګلولو د لیږد توان درلودونکو توغندیو له پرله پسې ازمایش وروسته په سیمه کې کړکیچ زیات شوی دی.

سربیره پر دې ویل کیږي چې شمالي کوریا له اوبتل څخه د بالستیک توغندیو د ویشتلو او همدارنګه تر ۲۰۱۷م کال وروسته، د لومړي ځل له پاره د اټومي آزموېنې له پاره تیاری نیسي.

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د پریکړه لیک په اساس د شمالي کوریا له خوا د هر ډول بالستیک توغندیو چې د یوه یا څو اټومي سرګولولو د لیږد توان ولري، ازمایل منع دي.

د شمالي کوریا پارلمان په دې وروستیو کې د اټومي سیاست په برخه کې یو قانون تصویب کړی دی چې له مخې یې نه یوازې د احتمالي بریدونو د دفاع په خاطر، بلکې د دغه هیواد رهبر ته د ګواښ پيښیدو په صورت کې هم له اټومي وسلو څخه استفادې کولو ته اجازه ورکوي.

 شمالي کوریا د خپلو شخړیزو اټومي پروګرامونو له کبله له شدیدو نړیوالو بندیزونو سره مخامخ او اقتصادي وضعیت یي خراب دی، خو سره له دې هم پر نظامي او توغندیزو فعالیتونو ډيرې زیاتې پيسې مصرفوي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح