مجتبی محمدي/ هلمند۱۳۹۷ آذر ۷, چهارشنبهد هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د هوایي برید په ترڅ کې د ملکي کسانو د وژل کیدو په هکله ضد او نقیض رپوټونه ورکول کیږي. د هلمند د والي ویاند وایي چې ۱۸ملیکان وژل شوي. خو د سیمي اوسیدونکي او د ولایتي شورا مشر د ۳۰ ملکیانو د وژلو خبره کوي. په برید کې د ۱۶ وسله والو طالبانو د وژل کیدو رپوټ هم ورکول کیږي.