1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسي ځواکونو د سيورودونيڅک ښار په »بشپړه توګه« نیولی

۱۴۰۱ تیر ۵, یکشنبه

د اوکراین پلازمېنه کيف ښار د يکشبنې ورځې په سهار څو چاودنو لړزولی دی. روسي ځواکونو د سیوردونيڅک ښار په «بشپړه توګه نیولی» او پوتین وايي سپېنې روسېې ته داسې توغندي استوي چې اتومي سرګلولې لیږدولی شي.

https://p.dw.com/p/4DFsU
Ukraine-Krieg Kiew Explosionen
انځور: VALENTYN OGIRENKO/REUTERS

د يکشنبې په سهار په ځايي وخت شاوخوا ۶ نيمې بجې په پلازمینه کيف ښار کې د څلورو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي. دغه چاودنې په داسې ځایونو کې شوي چې له نژدې درې اونیو راهیسې د روسي ځواکونو له بمباريو څخه آرامې وي.

د آلمان خبري آژانس په حواله د يکشنبې ورځې په سهار د کيف په ښار کې يو ۹ پوړيز ساختمان په توغندي ولګید. دغه خبر د اوکراين د کورنيو چارو وزارت د یوه سلاکار، آنتون هيراشچينکو، له قوله ورکړل شوی دی. هيراشچينکو پر ټيلګرام ليکلي دي چې يو بل توغندی د شوچنکو ولسوالۍ د يوه وړکتون په میدان کې لګيدلی دی.

د اوکراین د پارلمان غړي، اوليکسیا هونچارینکو له قوله ويل شوي چې روسي ځواکونو ټول ټال پر کيف ښار او اطرافو باندې ېې ۱۴ توغندي توغولي دي.

په کیف کې د فرانسې خبري آژانس خبریالان هم وايي چې د هستوګنې يو کمپلیکس لګیدلی چې له امله ېې اور لګیدنه رامنځ ته او خړ لوګي يې آسمان لوري ته پورته شوی دی.

د ملکي حفاظت د خدماتو ادارې ويلي دي چې د اطفائې او ژغورنې ډلې لاس په کار شوي او تر اوسه يو ټپي کس موندل شوی دی. د کیف ښاروال ويتالي کليچکو، بیا ويلي دي چې دوه کسان ټپيان شوي او يو بل لا هم په کنډواله کې بند پاتې دی. خو هغه ويلي دي چې د هستوګنې دوه ساختمانونه لګيدلي دي. چارواکي وايي چې د مرګ ژوبلې دقیق ارقام لا روښانه نه دي.

د اوکراین ولسمشر، ولادیمير زیلنسکي، وويل چې د شنبې په ورځ د روسي ځواکونو یوې توغنديزې څپې آن پولند سرحد ته نژدې د لويف ښار په څیر لرې ښارونه ويشتلي دي. زيلنسکي د روسېې دغو بریدونو ته په اشارې وويل: «دا ثابتوي چې د دافع هوا سیستمونه...هغه پر مختللي سيستمونه چې زموږ شریکان ېې لري...نه باید په سیمو يا هم په ډيپوګانو کې وي، بلکې په اوکراین وي.»

Russland - Ukraine-Konflikt I Sievierodonetsk
د سيوردونيڅک ښاروال د شنبې په ورځ وويل چې روسي ځواکونو دغه ښار په «بشپړه توګه قبضه کړی دی.»انځور: Oleksandr Ratushniak/REUTERS

په پام کې ده زيلنسکي د دوشنبې په ورځ د آلمان په بایرن ایالت کې د جي۷ ډلې یا د اوو پرمختللو او صنعتي رهبرانو نوبتي غونډې ته وينا وکړي. هغه د آلمان د صدراعظم اولاف شولتڅ په غوښتنه دغې غونډې ته بلل شوی چې په آنلاین بڼه به په کې ګډون کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په ختيځ کې پروت مهم صنعتي ښار سيوردونيڅک د اوونیو سختو جګړو وروسته د شنبې په ورځ روسي ځواکونو لاس ته لویدلی دی. د سيوردونيڅک ښاروال، السکاندو ستريوک، د شنبې په ورځ وويل چې روسي ځواکونو د سيورودونيڅک ښار په «بشپړه توګه قبضه کړی دی.» اوکرايني چارواکو د شنبې په ورځ خپلو ځواکونو ته امر کړی وو چې له سيورودنيڅک ښار څخه ووځي.    

د سيورودونيڅک ښار نيول، د مسکو له پاره يوه ستراتيژيکه بریا ده. دغه ښار په ختيځه سیمه دونباس کې واقع دی، هغه سیمه چې روسيه هڅه کوي بشپړ کنټرول ورباندې ولري. په اوکراین کې د روسېې جګړه خپلې پنځمې مياشتې ته داخله شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د روسېې ولسمشر، ولاديمیز پوتين، د شنبې په ورځ په سن پيترسبورګ کې وويل چې هغه غواړې سپينې روسېې يا بلاروس ته اسکندر-ام ډوله توغندي چې د اتومې سرګلولو د انتقال وړتیا لري، وليږدوي. هغه دغه خبره د سپينې روسیې د ولسمشر، الکساندر لوکاشينکو، سره د کتنې پر مهال وکړه او وېې ويل چې دغه توغندي به په راتلونکو میاشتو کې هلته انتقال شي. د روسېې حکومتي تلویزيون ويلي دي چې پوتين همدارنګه د بلاروس د جنګي الوتکو د ارتقا خبره هم وکړه تر څو دغه ځواکونه د داسې وړتیاو څخه برخمن شي چې وشي کړی اتومي وسلې ولیږدوي.

پوتين د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین تر پوځي يرغل وروسته، څو ځله اتومي وسلو ته اشاره  کړې چې لويديځ بیا د هغه دغه ډول څرګندونې غرب ته د نه مداخلې کولو خبرداري په توګه ارزولي دي.