1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کوېټه کې ځانمرګي برید درنه مرګ ژوبله اړولې ده

۱۳۹۸ بهمن ۲۸, دوشنبه

د دوشنبې په ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یوه ځانمرګي برید د پولیسو په ګډون لږ تر لږه لس تنه وژلي او ۳۵ تنه نور یې ټپیان کړي دي. ځايي پولیسو ویلي چې بریدګر په کوېټه ښار کې د اسلامپالو یوه مذهبي غونډه په نخښه کړې.

https://p.dw.com/p/3Xth1
Pakistan Selbsmordanschläge
انځور: picture-alliance/Xinhua/Irfan

د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې په ۱۷مه نیټه) د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوېټه ښار کې یوه ځانمرګي بریدګر د اسلامي مذهپالو په یوه غونډه کې ځان ته چاودنه ورکړې چې په پایله کې یې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او ۳۵ تنه نور بیا ټپيان دي. د بلوچستان د کوېټې ښار پولیسو وویل چې چاودنه د کوټې ښار مطبوعاتي دفتر یا پریس کلب ته څیرمه شوې چیرته چې د یوې سني مذهبه ډلې په ملاتړ ګڼ شمیر کسان را ټول شوي وو.

پولیسو زیاته کړې چې په وژل شویو کسانو کې د پولیسو سرتیري هم شامل دي. په عین وخت کې د دې ښار د ملکي روغتون چارواکو وویل چې روغتون ته د رواړل شویو یو شمیر کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی. د روغتون یوه چارواکي د رویترز خبري‌ آژانس ته وویل:‌ «تر اوسه پورې لس جسدونه او ۳۵ ټبیان ملکي روغتون ته راوړل شوي دي.»

د پاکستان بلوچستان ایالت د اوږدې مودې راهیسې د دغه راز بریدونو او چاودنو شاهد دی. په دې ایالت کې بلوچ بیلتون پاله فعال دي چې د سیمې خپلواکي او همدا راز د دې سیمې په طبیعې زیرمو کې د لا ډیرې ونډې غوښتونکي دي. د پاکستان دغه ایالت له افغانستان او ایران سره ګډه پوله هم لري. تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د کوېټې ښار د پولیسو مشر عبدالرضا چیمه وویل چې د اهل سنت و الجماعت مذهبي ډلې ګڼ شمیر پلویان په دغه سیمه کې راټول شوي وو او د اسلام د لومړي خلیفه په ملاتړ یې غونډه رابللې وه چې ځانمرګي بریدګر ځان ته چاودنه ورکړه.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د چاودنې پرمهال ګڼ شمیر خلک تښتي او په شاوخوا سیمو کې پنا ځای پیدا کوي. د چاودنې په پایله کې ګڼ شمیر دوکانونه هم زیانمن شوي دي.