1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کوټه کي ۶۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۳۹۰ شهریور ۱۶, چهارشنبه

چارواکو ویلي چې د پاکستان په کوټه ښار کې د القاعدې د جګپوړو چارواکو تر نیول کیدو وروسته پر امنیتي ځواکونو غبرګو ځانمرګي بریدونو ۱۹ تنه وژلي او ۴۴ تنه يې ټپیان کړي دي.پاکستاني طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستي.

https://p.dw.com/p/12UCG
په کویټه کې ځانمرګی برید
په کویټه کې ځانمرګی بریدانځور: AP

د پولیسو جګپوړي چارواکي، حمید شکیل، ویلي چې یو تن ځانمرګي برید کوونکي د چاودیدونکي توکو ډک موټر د سرحدي ملیشو د معاون د کور مخه ته الوزولی دی، تر هغي وروسته بل ځانمرګي برید ګر په دغه کور کې دننه ځانمرګې برید تر سره کړی دی: هغه ویلي: « ۱۹تنه وژل سوي او ۴۴ تنه نور ټپیان سوي دي.»

هغه زیاته کړي: « دا غبرګ ځانمرګی برید ؤ او کور ته یې ډیر زیان اړولی دی. د دغې چاودنې په ترڅ کې د کورنۍ ځیني غړي ټپیان شوي دي، په ټپیانو کۍ د سرحدي ځواکونو معاون هم شامل دی.»

د پولیسو دغه چارواکي او امنیتي کړیو ویلي دي چې په وژل سوو کسانو کې د سرحدي ملیشو د یو جګپوړي چارواکي په شمول څلور تنه سرتیري شامل دي. په دغه چاودنه کې د سرحدي ملیشو د معاون مېرمن اود هغه دوه ماشومانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پاکستاني طالبانو ویاند، احسان الله احسان د یو نامعلو ځایې څخه د تلیفون په کرښه د فرانسي خبري اژانس ته ویلي دغه برید یې په کوټه کې د لقاعدې د نیول شوو جګپوړو چارواکو د غچ اخیستنې په موقعه تر سره کړی دی.

د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه ښار کې دغه ودانۍ د نورو دولتو ودانیو او اوسیدن ځایونو تر څنګ پرته ده.

سرحدي ملیشو او د پاکستان پوځ د دوشنبي په ورځ اعلان کړی ؤ چې دوي په کوټه ښار کې د القاعدي یو لوړپوړې چارواکې نیولی، د هغوي په وینا ګمان کیږي چې نیول شوي کس پلان لره چې په امریکا، اروپا او آسترالیا کې ترهګر بریدونه تر سره کړي.

د پاکستان پوځ په وینا د امریکا د متحده ایالاتو او پاکستان د استخباراتي کړيو له لوري د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د القاعدې دغه لوړ پوړی چارواکې د خپلو دوو نورو ملګرو سره د کوټي د اطرافو څخه ونیول شو.

خو په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې دغه درې واړه تنه په کومه ورځ نیول شوي، دوو ځایي امنیتي چارواکو ویلي  چې دغه کسان تیره اونۍ د شپي ناوخته په یوه چاپه کې نیول شوي دي. په نیول شوو درې کسانو کې دوه تنه پاکستاني وګړي هم شامل دي.

د امریکا متحده ایالاتو هم پر دغه عملیاتو خپله خوښي ښودلې وه. د سپیني ماڼۍ ویاند د دواړو هیوادونو تر منځ په ګډه توګه د کار کولو د یو بیلګي په توګه یاد کړې او ویلي دي چې په تیره لسیزه کې دغسي زیات کسان نیول شوي دي.

د یادولو وړ ده چې دغه نیول شوي کس مایورطاني نوم د امریکا د متحده ایالاتو د څارګرډلي له لوري او یا هم د دغه هیواد له لوري د ترهګرو په لست کې « تر ټولو د غوښتونکي کس» په لست کې نه ؤ شامل.

خو د لویديځ د دوو جلا جلا هیوادونو د استخباراتو چارواکو دا خبره تاید کړي چې مایورطاني د القاعدې په لوړ پوړو چارواکو کې شمیرل کیده او د اروپا امنیت ته د یو ګواښ په توګه یادیده.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل