په کونړ کې کوچني اختر ته چمتووالی
د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې کوچني اختر ته تیاری روان دی. اوس کولچې، جلبۍ او نور توکي په کونړ کې جوړېږي. راځئ چي د کونړ ښکلي بازار ته سر ورښکاره کړو.
په شهیدانو چوک کې په یوه مارکیټ کې دا ګنډونکی له خپله کاره خوښ دی، ځکه د اختر له پاره یې د خلکو ډېرې جامې ګنډلي او له دې لارې یې ډېره ګټه کړې.
اسداباد ښار شهیدانو چوک ته ورڅېرمه په یوه مارکیټ کې د تیارو جامو یو هټیوال خپل دوکان سموي.
د اسداباد ښار په ښاروالۍ مارکیټ کې د بوټانو او څپليو یو هټیوال خپل دوکان کې بوټونه سموي، دې ورځو شپو کې د څپلیو بازار تود دی.
اسداباد ښار انصاف مارکیټ کې د سمسارۍ یو دوکان، هټیوال وايي، دې ورځو کې یې کاروبار ښه وي.
دا د اسداباد ښار کرهالې پل ساحه ده، دلته دغه ځوان په لاس ګاډۍ کې اچول شوې وچه مېوه پلوري.
اسداباد ښار کې یو هټیوال خپل دوکان کې په کار بوخت دی، دا د ښار شمالي برخه ده.
د ښار د منځنۍ برخې په عمومي سړک د ملي اردو جلب و جذب مرکز ته مخامخ دا دوکاندار له یوه پیرودونکي سره د توکیو بیې بيانوي.
په اسداباد ښار کې یو کلچه فروش خپل دوکان کې بېلابېل خواږه سموي، ځکه دې ورځو کې یې پیرودونکي ډېر وي.
د اسداباد ښار پر بند برق سړک د یوې بېکرۍ مخې ته هټیوال یوه پیرودونکي ته سودا ورکوي.
شهیدانو چوک کې دا مهال پر وچه مېوې او کلچه بابو ډېر بیروبار وي.