په کهمرد ولسوالۍ کي د زردآلو گل مېله
د باميان ولايت په کهمرد ولسوالۍ کي په اول وار د زردآلو گل مېلمه جوړه سوې. دې مېلې ته تر ټولو زيات بزگران خوشحاله ول.
ډېر باغونه
په کهمرد ولسوالۍ کي په لسونو باغونه سته چي ۲۰ ډوله مېوه چي زردآلو، مڼې، جوز، بادام، انگور، آنار، سنجد او توت هم پکښې شامل دي.
اتڼ
مېله گډونوالو په اتڼونو سره پيل کړه.
کشته
په دې مېله کي په محلي ژبه «چپه نمک» (وچ وسي زردآلو) هم نندارې ته وړاندي سوي ول.
کهمرد ولسوالي
کهمرد ولسوالي د باميان له مرکز څخه نژدې ۱۳۰ کيلومتره ليري ده.
امنيتي اندېښنې
که څه هم باميان په هيواد کي له امنيتي پلوه تر ټولو ښه بلل کيږي، خو په گاونډيو ولايتونو کي يې نااراميو په دې ولايت کي اندېښنې زياتي کړي دي.
د زيربنا نه شتون
د چارواکو له پاره پر دغه لړزانک پله تېريدل ستونزمن کار دی، خو ځايي اوسېدونکي هره ورځ پردغه پله تيريږي او راتيريږي.
د والي ژمني
د باميان والي محمد طاهر زهير د زردآلوگل مېلې د پرانيستلو پرمهال له باغدارانو سره ژمنه وکړه چي مېوو ته به ئې د بازار موندني په برخه کي زمينه برابره وي.
د محصولاتو معرفي
د کهمرد ولسوال محمود سيغاني وويل چي د دغي مېلې موخه د يادي ولسوالۍ ميوو ته بازار موندنه ده.
آرامي
له دې سره سره چي په دغه ولسوالي کي وگړي د ډيرو لږو امکاناتو په لرلو سره ژوند کوي، خو حداقل يو له بل سره له بې ځايه سياليو کولو څخه پر کراره دي.
کرهڼه او مالداري
د دغي ولسوالۍ په سلو کي ۹۰ سلنه وگړي په کرهڼه او مالدارۍ بوخت دي او خپل د ورځنی ژوند اړتياوي له دغي لاري پوره کوي.
فقر
که څه هم د دغو سيمو اوسېدونکي په کال کي ۹ مياشتي په کرهڼه او مالدارۍ بوخت وي، خو بیا هم په سختۍ سره په يوه گوله ډوډۍ پيدا کولو توانيزي.
د بخارا زردالو
د ځايي اوسېدونکو په خبره په دغه سیمي کي له نزدې ۵۰۰ کلونو راهيسي زردآلو کيږي چې وايي د ظهيرالدين بابر په وخت کي يې نيالگي له بخارا څخه راوړل سوي ول.
د آجر درې اوبه
د دغي ولسوالۍ د مځکو له پاره اوبه له آجر درې څخه راځي. ويل کيږي چي د افغانستان پخوانی پاچا ظاهر شاه هم دغي درې ته د تفريح له پاره تلی.