1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کې د ۱۸ ناامنو ولایتونو کډوال له ساړه ژمي کړيږي

۱۳۹۸ بهمن ۲۸, دوشنبه

د کندهار د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست د ارقامو له مخي دا مهال د کندهار ښار او یو شمیر ولسوالیو په بېلا بېلو سیمو کي ۸۵ زره کډوالي کورنۍ ژوند کوي. له دې کډوالو څخه یې ډېری د نورو ولایتونو څخه کندهار ته گډه شوي.

https://p.dw.com/p/3XtXE
Afghanistan Flüchtlinge
انځور: DW/S. Tanha

د کندهار د کډوالو چارو رييس دوست محمد نایاب دویچه ویله ته وویل چې دغه کډوال د کندهار پر ناامنو ولسوالیو سربیره د ۱۸ ناامنو ولایتونولکه زابل، روزګان، فراه، هلمند، بادغیس او یوشمیر نورو ولایتونو څخه دلته راکډه سوي دي. هغه وويل: «په کندهارکي د ۱۸ ناامنو ولایتونو څخه راغلي بېځایه سوي ۸۵ زره کورنۍ په ښار او نژدې ولسوالیو کي ژوند کوي.» نوموړي وويل چې دغه کورنۍ په بیلا بیلو وختونو کي دلته راغلي او میشتې سوي دي.

خو په  کندهار ښار او نژدې ولسوالیو کي دغه بې ځایه سوی اتیا زره کډوالي کورنۍ بیا وايي چې له یوې خوا سوړ ژمی، له بلي خوا وزګارتیا، د خوراکي او غیر خوراکي توکو لوړی بیې او له دوی سره د کومکونو کمښت هغه څه دی، چي د دوی پر اقتصادي او هر اخیز ژوند يې سیوری غوړوی دی.

د کندهار دکډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست مخ ته د ډېرو ولاړو نارینه او ښځینو له منځ څخه يې دوو تنو، چي  یوه يې د زابل ولایت د دایچوپان ولسوالۍ او بل نارینه د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ څخه کندهار ته رابېځایه سوي او د مرستو غوښتني عریضي يې په لاس کي دي،وویل چې هره ورځ له ولایت مقامه دلته او له دې ځایه ولایت مقام ته ځي، خو څوک يې ږغ نه اوري.

د کډوالو په خبره، ورځ تربلي يې ژوند تریخیږي او که پاملرنه ورته ونه سي، نو کیدای سي اولادونه يې د یخ او امکاناتو د نستوالي له لاسه تلف سي.

د فراه ولایت دبکوا ولسوالۍ عبدالغفار اود زابل ولایت د دایچوپان ولسوالۍ څخه شکور همدغه خبره کوي او وايي، په یوه هفته کي ۴ واري ولایت مقام او ۳ واري دغه ریاست ته راغلی، مګر بیرته تش لاس کورته ستون شوی دی.

دغه کورني بې ځایه شوي زياتوي چې په دې ساړه ژمي کي يې اولادونه په یخو خونو کي سړو نغریو ته ناست دي، ځکه چي د بخارۍ لګولو توان نه لري. له دوی څخه یې زياتره شکايت کوي چې څو وارې ولايت مقام ته ورغلي خو څوک یې ږغ نه اوري.

په کندهارکي د بشري حقونو پلوۍ حلیمه حیا هم وايي، په ښارکي د ننه يې له یوشمیر بیځایه سویو کورنیو سره څو واری لیدلي، چي ددې په خبره د دوی پر خوار حالت يې بې اختیاره ژړلي دي.

حیا زیاتوي چې داسي کورنۍ يې هم لیدلي دي چي د یو وخت ډوډۍ هم نه لري. هغه زياتوي: «څو واري د ښار په بیلا بیلو ناحیو کي ددغو بیځایه سویو هیوادوالو کنډوالو ته ورغلې یم، تاسو باور وکړئ! چي د دوی وران حالت بې اختیاره زما له سترگو اوښکي بیولي دي، زه وایم باید د مؤسساتو او دولت ترڅنګ زموږ سوداګر ورونه هم په دې اړه خپلي مرستي ونه سپموي.»

د کندهار د کډوالوچارو ریاست هم د دوی ستونزي مني، خو وایي له هري کورنۍ سره يې له راستنیدو سره سم او د کال په اوږدو کي څو واري د خوراکي،غیري خوراکي توکو ترڅنګ د پيسومرستي هم کړي دي.

د کندهارد کډوالو او راستنیدونکو چارو رييس دوست محمد نایاب زیاتوي، له هري بېځایه سوي کورنۍ سره يې د همکارو مؤسساتو په مرسته کومکونه کړي او بیا به هم دغه لړۍ جاري ساتي.

په کندهارکي بیځایه سوي کډوالي کورنۍ په داسي حال کي د مرستو غوښتنه کوي، چي ددغه ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، په روان کال کې د سپين ‌بولدک ولسوالۍ له لاري کندهار ته ۱۲ زره او ۶۸۶ کورنۍ هم راستنې سوې، چي ډېرومرستو ته ضرورت لري.

ابراهيم سپیڅلی، کندهار

زموږ له آرشيف څخه: